<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-16 16:58:22    
د افغانستان د بيا رغاونی په لاره کښی ستری هيلی را منځ ته شوی دی

cri
. دچين د نهو مطبوعاتی ادارو د خبريالانو څخه جوړشوی مطبوعاتی هيات د جولای په نځلسمه نيټه په افغانستان کښی خپلو نرکو ته دوام ورکړی او ددوی د مرکو عمده موضوع دا ده چه افغانان په څه ډول د بين المللی ټولنی په مرسته خپل هيواد بيا ودانولی شی ؟ زمونږ خبريال جانګ ځه په همدغه ورځ د افغانستان د مسئلی په باب دملګرو ملتو دسر منشی د خاص نماينده ښاغلی جان ارنولت سره يوه مرکه وکړه او همداراز يی دسوله ساتی فوځ د مقر او دوو مدرسو څخه ليدنی کتنی هم وکړی . هغه وويل چه د ملګرو ملتو په اړه د افغانستان سره دمرستی ډله د ٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کښی جوړه شوه او عمده وظايف يی دا دی چه د ملی روغی جوړی د تر سره کولو دپاره د افغانستان سره مرسته کو ی او په دغه هيواد کښی په بشری دوستو مرستو او د بيا رغاونی په کارونو لاس پوری کو ی. ښاغلی جان ارنولت زمونږسره په يوه مرکه کښی دا نظريه څرګنده کړه چه دملګرو ملتو موسسه تل د افغانستان دبيا رغاونی په ترڅ کښی خپل لارښوونکی رول لوبوی . هغه وويل چه په افغانستان کښی د نوموړی ډلی د توقف په موده کښی دملګرو ملتو له تجربو څخه څرګنديږی چه د ملګرو ملتو تر جنډۍ لاندی دا چه بين المللی ټولنه دافغانستان په بيا رغاونه کښی ګډون کړ ی ، کاميابی تر لاسه کولی شی . هغه دا هم وويل چه د افغانستان د بيا رغاونی په لاره کښی زيات پرابلمونه موجود دی .د دغو مسئلو حل د بين المللی ټولنی مرستو ته اړتيا لری او هيله من دی چه دچين حکومت دافغانستان د بيا رغاونی په بهير کښی په مداومه توګه رول ولوبوی . همداراز يی خپله خوښۍ څرګنده کړه چه دچين حکومت په افغانستان کښی دجمهوری رياست دانتخاباتو د نظارت دپاره چه په راتلونکی اکتوبر کښی به تر سره شی، خپل کتونکی افغانستان ته وروليږی . علاوه پردی زمونږ دراډيو خبريال په افغانستان کښی د سوله ساتی فوځ له قوماندان يعنی د کاناډا د جنرال ريک هيليرسره هم مرکه وکړه. د افغانستان د امنيتی اوضاعو د يادولو په وخت کښی هغه دا نظريه درلوده چه د افغانستان امنيتی حالات د درو برخو له تهديدونو سره مخامخ دی .هغه وويل چه لومړۍ له تروريستی بريد څخه راغلی تهديد ، دوهم د بيلا بيلو ځايونو له وسلهوالو قوماندانانو څخه راغلی تهديد ، دريم د نشه يی موادو د معاملاتو له امله را منځ ته شوی تهديد . .هيلير هم وويل چه سوله ساتی فوځ به په مداومه توګه د افغانستان له اړوندو سازمانونو سره يو ځای د افغانستان د امنيتی اوضاعو دثبات دپاره هڅه وکړی، څوچه په افغانستان کښی د جمهوری رياست انتخابات او په بيللا بيلو برخو کښی د بيا دغاونی کار په سالم ډول تر سره شی خبريال جانګ جه هم وويل چه د جولای په پنځلسمه نيټه مونږ د کابل د پوهنتون او دچين په مرسته دچين او افغانستان د دوستۍ د ښوونځی څخه ليدنی کتنی وکړی او په خپلو سترګو مو د تعليمی چارو په برخه کښی د افغانستان له خوا تر لاسه شوی برياليتوبونه وليدل . د ملګرو ملتو په شمول بين المللی موسسو او چين او نورو هيوادونو د پوهنی د بيا رغاونی په برخه کښی افغانستان ته زياتی مرستی ورکړی دی .دچين په مرسته دچين او افغانستان ددوستۍ ښوونځی نن ورځ په رسمی ډول تر استفادی لاندیراغی .مونږ په ښوونځی کښی دا وليدل چه زياتی نجونی د هلکانو سره يو ځای ښوونځی ته داخلی شوی او په ټولګيو کښی يی په زده کړه پيل وکړ .دا به دافغانستان د بيا رغاونی او راتلونکی اقتصادی ودی دپاره يو ډيرښه بنسټ کيږدی . په افغانستان کښی دچين لوی سفير سون يو سی افغانستان ته د نوموړی ښوونځی د سپارلو په مراسمو کښی وويل چين به په مداومه توګه د پوهنی په بيا رغاونه او نورو برخو کښی له افغانستان سره مرستی و کړی . هغه وويل چه دا دچين او افغانستان د دوستۍ لومړۍ ښوونځی دی ، د هغه جوړيدل دچين او افغانستان دخلکو د دوستۍ څرګندوی دی او ددواړو هيوادونو ددوستۍ د نوره هم ټينګتيا و پراختيا دپاره به هم ګټه ولری . دلته زه تاسو ته زيری در کوم چه نن ورځ د ښوونځی د جوړيدو کا ر پای ته ورسيد اود ښوونځی جوړيدل دا نښه نښانه ده چه ددواړو هيوادونو دزده کوونکو ترمنځ اړيکی او دفکرونو تبادله شروع شوی ده .