<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-16 20:30:19    
د چين لرغونی اختراع --د کاغذ جوړولو هنر

cri

رمز – زمونږ ځينو اوريدونکو په دی هکله معلومات غوښتی دی چه چين په لومړی ځل د کاغذ په جوړولو پيل کړی دی ٠ زمونږ پوښتنه دا ده چه له کومی پيړۍ يا نيټی نه راهيسی چين د کاغذ په جوړولو بريالی شوی دی ؟

وانګ - د کاغذ جوړولو هنر د چين د قديمی زمانی له ٤ لويو اختراعاتو څخه شميرل کيږی ٠ دغه اختراع د نړۍ د علمی او فرهنګی خپريدو او راکړی ورکړی دپاره مثبت رول لوبولی او د نړۍ د تاريخی بهير په وړاندی تګ باندی يی ژوره اغيزه کړی ده ٠

د چين د کاغذ جوړولو هنر د ٢٢٠٠ کالو نه مخښکی د چين د سی هان په سلسله کښی رامنځ شو ٠ په هغه زمانه کښی چينايی ښځو د وريښموجوش شوی غوزی په پزی باندی وټکولی او اوږده تارونه يی تری جوړ کړل ، وروسته يی له دغوتارونو نه يوه نازکه ورقه لاس ته راوړه چه دغه ورقه د شيانو د تاوولو دپاره ډيره مناسبه ده ، دغه ورقه يوځل بيا ښه وټکول شوه او د کاغذ خميره تری جوړه شوه چه دا په نړۍ کښی لومړنی کاغذ ګڼل کيږی ٠ د ١٩٠٠کاله دمخه د چين د دونګ هان په سلسله کښی د کاغذ د جوړولوابتدايی تخنيک اصلاح شو او له دی برکته د کاغذ جوړولو دپاره مواد په اسانه توګه ترلاسه کيدل ٠ څای لوين په دی تاريخی دوره کښی د

کاغذجوړولو تخنيک ته زياته پياوړتيا او پراختيا ورکړی وه٠ نو ويل کيږی چه څای لوين د چين د کاغذ جوړولو د تخنيک د اصلاح کولو په جريان کښی

يو وتلی او ښه نماينده و ٠ له ٣ می ميلادی پيړۍ نه تر ٦ می ميلادی پيړۍ پوری په دی تاريخی دوره کښی د کاغذ جوړولو تخنيک لا زياته پرمختيا او پراختيا ترلاسه کړی وه ٠ د چين د کاغذ جوړولو تخنيک لومړی کوريا او ويتنام ته خپور شو ٠ د ١٤٠٠کالو مخکښی دغه تخنيک د کوريا له لاری جاپان ته خپور شو او د ١٢٥٠کالو مخکښی د چين د تانګ په سلسله کښی د چين د کاغذ جوړولو ځينو فنی پرسونلو دغه تخنيک عربی ټاپووزمی ته يووړ ٠ د ميلادی ١٢ می پيړۍ په نيمايی کښی عربانو دغه تخنيک اروپا ته خپور کړ ٠ بيا د څه دپاسه ٤٠٠ کالو نه وروسته دغه تخنيک امريکايی وچی ته يووړل شو ٠ په ١٩ مه پيړۍ کښی په استراليا کښی د کاغذ جوړولو فابريکه رامنځ ته شوه او په دی توګه د چين د زحمتکښانو له خوا د کاغذ جوړولو هنر د مځکی په ګرده کره کښی پراختيا موندلی ده چه له دی امله يی د بشريت د تمدن او ترقۍ دپاره نافناکيدونکی او وتلی کارنامه قايمه کړی ده ٠ اود څای لوين نوم هم د کاغذ جوړولو د تخنيک په خپريدو سره په نړۍ کښی شهرت موندلی دی او څای لوين دغه لوی شخصيت د نړی د تاريخ پوهانو له خوا د چين د قديمی عالم په توګه ومنل شو ٠