<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-17 16:35:28    
د سګرت څکل د انسان د عمر د لنډيدو يو مهم علت دي

cri

په دي وروستيو کلونو کې د اړوندو کارپوهانو د يو لړ تحقيقاتو له مخې په راتلونکو شلو کالو کې د ښځو عمر به د نارينهو په نسبت لا هم اوږد وي ٠ د دوي په نظر د نارينهو د عمر د لنډوالي او په مختلفو ناروغيو باندې له دنيا څخه د دوي د تللو زيات عوامل به د سګرت څکلو سره د دوي د مينې او اعتياد زيږنده وي ٠ د انګلستان د سانس د تريبون په مجله کې يوه مقاله خپره شوې او په هغې کې ويل شوي چه تر دوه زره شلمه کاله پوري به د سګرت له څکلو نه پيدا شوي ناروغۍ په نړۍ کې د خلکو د مرګ عمده علت وګرزي ٠ او په هغه وخت کې به په ټوله نړۍ کې هر کال اته مليونه څلور لکه تنه د سګرت څکلو له کبله مړه کيږي ٠ حال دا چه په ١٩٩٠ کال کې يوازي دري مليونه تنه و ٠ د راتلونکو ښځو عمر به ځکه د نارينه و په نسبت اوږد وي چه دوي سګرت نه څښي ٠ څرنګه چه زيات نارينه هره ورځ سګرت څکي او زياتره ښځي له سګرت څخه اجتناب کوي ، نو ځکه به نارينه د يوي موقتي خوشحالۍ د تر لاسه کولو له پاره دروند قيمت ادا کړي ٠ دنوموړو تحقيقاتو له مخې به په راتلونکي پيړۍ کې د نړۍ د بيلا بيلو سيمو د ښځو عمراوږد شي چه په دي جمله کې به د هغو ښځو عمر چه د افريقي د صحرا په جنوب اود اسيأ او ارام بحر په ټاپوګانو کې ژوند کوي لا ډير اوږد شي ٠ تر دوه زره شلمه کاله پوري به د پرمختللو هيوادو او سمو د ښځو منځني عمر نوي کالو ته ورسيږي او د نارينه و منځني عمر به ممکنأ اته اويا کاله وي ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر د نړيوال اقتصاد او عامه روغتيايي خدمتونو د ګام په ګام ښه والي په څنګ کې هغه ساري ناروغۍ او د سوتعزيي او د نويو پيدا شويو ماشومانو ناروغۍ به چه تل غريبو او نيستمنو پرمختيايي هيوادونو ته خورا ډير ستر تاوانونه رسوي ، د انسانانو د زياتي او زر مړيني دوهم علت وګرزي ٠ بل خوا به په پرمختيايي هيوادونو کې د زړه امراض ، سکتو او سرطان ورځ په ورځ عام شي او د سګرت څکل به د دغو ناروغيو د راپيدا کيدو ډير عمده علت دي ٠ د معلوماتو له مخې په هند، چين او ځينو نورو اسيأيي هيوادونو او د ارام بحر په تاپوګانو کې د سګرت څکل له کبله د مړيني ميزان په چټکۍ سره زيات شوي دي او په دغو هيوادونو او سيمو کې اوس هر کال له يو مليون نه زيات کسان د سګرت څکلو په اړوندو ناروغيو کې اخته او مړه کيږي ٠