د فرانسي د اروپا تايمز ورځپاڼې د جولاي په ٣ مه نيټه يوه مقاله خپره کړه او په هغې کی يي ډيره ستاينه کړيده چه په فرانسه کي د چين د کلتوري کال فعاليت په ډاډ سره پاي ته ورسيد ٠
په مقاله کی ويل شوي چه که څه هم په فرانسه کی د چين د کلتوري کال فعاليت پای ته رسيدلی ، خو په دی فعاليت کی ښودل شوي چيني کلتوري جذابيت به د اوږدې مودې لپاره د خلکو په يادونه کي پاتي وی ٠ ددې فعاليت له لارې ، د فرانسي او اروپا خلکو لومړي ځل له نژدی فاصلې نه د چيني ملت لرغوني او ځلانده متمدن تاريخ او ژور پوهه لرونکي کلتور او هنر احساس کړيدی ٠
په مقاله کی ويل شوي چه د يوه کال راهيسي ،د چين د کلتوري کال فعاليت په وار سره د کلتوري تبادلې څه د پاسه ٣ سوه پروګرامونه وړاندې کړي او ننداره چيانو ته يي يو لرغوني ، رنګارنګ او عصري چين ښودلی دی ٠ د فعاليت جريان له صميمي احساساتو او انساني بوي نه ډک و، نو طبعأ د خارجي ننداه چيانو له خوا منل شويدی چه دا ددی فعاليت يو ښکاره خصوصيت و٠
په مقاله کی دی ته اشاره شوي چه د لرغونی چين په باب د زياتو خلکو معلومات او پيژندنې داسي دي چه د لس ګونوکالو مخ کی وو ، نو د چين د کلتوري کال فعاليت په کلتوري او هنری شکل يو حقيقي چين ددوي مخ ته وړاندی کړي چه هغوي يو واقعي چين درک کړيدی ٠ د يو کال له حقايقو نه ثابته شوي چه د چين د معرفي کولو دغه طريقه موثره او کاميابه ده ٠د چين د کلتوري کال له فعاليت څخه د فرانسی د مختلفو ځايونو له خوا هرکلی شوي دی ځکه چه دوی د چين په کلتور کی د ژوند او سولې سره د مينې له محتوياتو څخه متاثره شوي ، د چين د کلتور او هنر له لاري يي چين درک کړي او دا نظريه يي درلودلي ده چه چين يو د اعتبار وړ ملګری دی ٠
مقالې په خاص ډول د چين د کلتوري کال په فعاليت کی د هغو چينايانو مثبت رول چه په فرانسه کی اوسيږي ستايلي او دې ته يي اشاره کړيده چه چين په غير حکومتي ديپلوماتيکو فعاليتونو کی بايد په خارج کی د اوسيدونکو چينايانو رول او نقش ته په درنه سرتګه وګوري او ددوي جذبات دی راسمبال کړي ٠
د مقالې په پای کی ويل شوي چه په فرانسه کی د چين د کلتوري کال د فعاليت په ترڅ کي د چين کلتور د ارويا په لويه وچه کي بي پايه جذابيت خپور کړی او له خارجي هيوادونو سره د دوستانه تګ راتګ لپاره يي يوه روښانه پاڼه ليکلي ده ٠