د تيان تان په نامه پارک پخوا د پاچالخوا د اسمان د دعاکولو محراب و او اوس دا ځای د سيل او ساعت تيري په ځای بدل شوی دی ٠
تيان تان پارک د چين د مرکز د بيجنګ ښار په جنوب ختيځ کې پروت دی ٠ دتيان تان په نامه محراب د جوړيدو کار په ١٤٠٦ ميلادي کال کې پيل او په ١٤٢٠ ميلادي کال کې بشپړشوچې د جوړيدو کار يې ١٤ کاله وخت ونيو٠ تيان تان پارک د يو شمير ودانيو څخه عبارت دی چې عمومي مساحت يې دوه مليونه اوو لکو مربع مترو ته رسيږي ٠دا مساحت د بيجنګ د شاهي ماڼيو يعني د ګو ګونګ په نامه د ماڼيو په مقايسه دوه چنده هم زيات دی ٠
تيان تان پخوا د اسمان د دعاکولو محراب و ، په پخوانيو امپراطوري دورو کې د مينګ او چينګ په امپراطوري سلسلو کې هر پاچا به هرکال د اسمان د دعاکولو دپاره د تيان تان محراب ته تله او هلته به يې د اسمان د دعاکولو مراسم پرځای کاوه ٠ څرنګه چې پخواني پاچا خپل ځان د اسمان د زوي په توګه ګاڼه نو دوي د اسمان ډير احترام درلود٠ دوي نه يوازي په دې ځای کې د اسمان دعاکوله بلکې د ځمکې دعا او هيله يې هم کوله چې هرکال د غلودانو ښه حاصلات لاسته راوړي ٠
د تيان تان معبد د دوه طبقومربع ديوالونه لري چې اسماني معبد يې چاپيره کړی دی ٠
د تيان تان پارک د عمده و ودانيو اکثريت په داخلي ديوال کې واقع دي ، له دغو عمده و ودانيو څخه يوه ودانۍ چې چي نيان ديان نوميږي خاص د اسمان او ځمکې د
دعاکولو دپاره جوړه شوې او د دې پارک په جنوب کې پرته ده ، دا يوه لوړه او دايروي ودانۍ ده چې لوړوالی يې ٣٨ متره او قطر يې ٣٠ متره دی ٠ اوس دا ودانۍ د تيان تان د پارک نښه ګڼل کيږي ٠ددې ودانۍ په يوه ليکه کې د جنوب څخه شمال ته د ٣٦٠ مترو په اوږدوالي د پراخو لارو سره نښلې او ددې څرګندونه کوي چې اسمان ته د رسيدو په خاطر بايد اوږده لاره ووهله شي ٠ د چي نيان ديان په نامه ودانۍ د دريو طبقو پر ډبرينو بنسټونو باندې ولاړه ده ، ټوله ودانۍ يې دايروي شکل لري ٠ د ودانۍ بام يې د شين لعابدار کاشيو په واسطه جوړشوی او داخلي برخه يې ځانګري جوړښت لري ٠ د لرګيو څخه جوړشوي ٢٨ لويې او لوړې ستنې ددې غټې ودانۍ تکيه کوي ٠ ټوله ودانۍ په پوره عظمت او ښکلا جوړه شوې ده چې د اسماني معبد ځلانده څيره يې له ورايه څرګنديږي ٠ نوموړي وداني د تالندي او برښنا د رالويدو له امله سوځيدلی وه او په ١٨٩٠ کال کې بيا جوړشو٠ دا وداني د چين خاص او ځانګړي ساختماني سبک څرګندوي ٠
د چي نيان ديان په نامه ودانۍ د تيان تان لوي پارک په شمال کې واقع ده او په جنوب کې يې يو خاص دايروي ديوال ولاړ دی ٠ ددې دايروي ديوال داخلي قطر ٦٥ اعشاريه يو متره دی ٠ که دوه تنه کسان په جلا جلا توګه ددې ديوال په شمال او جنوب او يا په ختيځ او لويديځ کې ودريږي او يو تن په ټبټ اواز خبرې وکړي نو اواز يې په څرګند ډول د بل نفر غوږته رسيږي . لکه دوه ملګري يو د بل سره په تلفون خبرې کوي ٠
دا خو يو د تعجب وړ ديوال دی ، خلک ورته د غږ منعکس ديوال وايي ٠
ددې ديوال په مخکني مقابله لاره کې د ډبرو درې تختې پرتې دي او د هرې ډبرې
واټن له ديوال څخه يو شان نه دي ، په دې توګه د يوه غږ غبرګون څوڅو ځله د اوريدو وړ وي او نوموړي ډبرينې تختې د دريو غږونو ډبرو په نوم ياديږي ٠
هيوان چو د اسمان د دعاد يادولو معبد دی، ددې معبد ځانګړتيا داد ه چې د زينې د لارې پل او اړخونه يې ټول له ډبرينو ټوټو څخه جوړې شوي دي ٠ په دې ډول د نهو اسمانونو څرګندونه کوي چې څه ناڅه ټولې ډبرې يې شين يعني اسماني رنګ لري ٠ دتيان تان تاريخي او ځانګړي حصوصيت لرونکي پارک ليدل چين ته د راغلو سيلانيانو د ورتګ مهمه برخه جوړوي ٠
ګرانودوستانو همدا اوس مو د چين د بيجنګ ښار د تيان تان په نامه لوي پارک په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړل