<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-18 20:49:59    
په ټوله نړۍ کښی يو سلو پنځه اتيامليونه تنه کسان په بی ځايه توګه نشه يی مواد استعمالوی .

cri
دملګرو ملتو په اړه د نشه يی موادو د کنترول او د جرمونو د وقايی ( مخنيوۍ ) د دفتر د پاليسۍ د تحليل او څيړنی د څانګی رئيس جالاپه دی وروستيو وختونو کښی په يوه مطبوعاتی مرکه کښی وويل چه اوس په نړۍ کښی د هغو کسانو شميرچه په غيرقانونی توګه نشه يی مواد استعمالوی ، يو سلو پنځه اتيا مليونه تنو ته رسيدلی دی چه دغه رقم د نړۍ د نفوسو د عمومی حجم په سلو کښی دری برخه نيسی . هغه وويل چه په تيرکال کښی په ټوله نړۍ کښی په هغو کسانو کښی چه عمر يی له پنځلس کلنو نه ترڅلور شپيته کلنو پوری دی ، لږ ترلږه په سلو کښی اوه څلويښت تنو په غير قانونی توګه د يو ځل دپاره نشه يی مواد استعمال کړی دی .
د نړۍ په څلورو عمده و نشه يی موادو کښی د چرسو د استعمالونکو کسانو شمير ډير زيات دی ،تيرکال په ټوله نړۍ کښی څه نا څه يو سلو پنځوس مليونو تنو چرس څکلی دی ،د هغو کسانو شمير چه ترکيبی نشه يی مواد يی استعمال کړی ، دوهم مقام نيسی او شمير يی اته ديرشو مليونو تنو ته رسيږی .دښاغلی جالا په نظر
د ترکيبی نشه يی موادو بازار په عمومی ډول زيات شوی دی .ښاغلی جالا وويل چه تيرکال په ټوله نړۍ کښی د ترياکو د توليد اندازه څلور زرواوه سوو پنځه شپيتو ټنو ته زياته شوی ده چه په دی جمله کښی دری پر څلورمه برخه ترياک له افغانستان څخه تر لاسه شوی دی . هغه اټکل کړی چه په افغانستان کښی د ترياکو توليدی اندازه به په مداومه توګه زياته شی ، په نړۍ کښی د نشه يی موادو دمخنيوۍ کار
د افغانستان په وړاندی به يوه لويه مسئله و ی. . د احصائيی له مخی په ټوله نړۍ کښی د هغو کسانو شمير چه هر کال د نشه يی موادو د استعمالولو له کبله مړه کيږی ، دوو لکو تنو ته رسيږی .
د تيری پيړۍ د اتمی لسيزی نه راهيسی دنشه يی موادو د څکلو پديده په ټوله نړۍ کښیډيره پراخه شوی اود نشه يی موادو قاچاق ورځ په ورځ زيات شوی دی .
د ١٩٨٧ کال د جون په مياشت کښی دملګرو ملتو موسسی د مخدرو موادو
د استعمالولو او په غير قانونی توګه د قاچاق د مسئلی په باب دوزيرانو په درجه هغه غونډه کښی چه په ويانا کښی جوړه شوی وه ، دا وړانديز وکړ چه د هرکال د جون شپږ ويشتمه نيټه د نشه يی موادو د مخنيوۍ د بين المللی ورځی په توګه
وټاکل شی ، څو چه د نړی مختلف هيوادونه د نشه يی موادو مسئلی ته ستر اهميت ورکړی .
ګرانو اوريدونکو ، نړۍ ته لنډه کتنه نننی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ، هيله ده ، زمونږ دغه خپرونه مو خوښه شوی وی .