<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-18 20:53:41    
د ښو ماشومانو روزل رمزونه لري

cri

دري او څلور کلن ماشومان بالکل د نړۍ د کتلو بصيرت لري ٠ دغه راز دوي د فکر او قضاوت طاقت او بي شميره هغه پوښتنې او انديښنې هم لري چه لويان د دغو پوښتنو او انديښنو په وړاندي هم کله کله بي چاره پاتي کيږي ، نو دلته پوښتنه پيدا کيږي چه په يوه پيچلي ټولنه کی ماشومانوڅنګه ښه روزل کيږي ؟ ښه ماشومان نه يوازي ښه رويه ، بلکي صداقت ، له نورو سره ښه ګوزاره او پراخ فکر هم لري ٠ لنډه دا چه ښه ماشومان بايد د اعتماد وړ وي ٠ د امريکي متخصصان او پوهان چه په خاص ډول د ماشومانو د روحيي او عمل څيړنه کوي ، تاسو ته لانديني پيشنهادونه وړاندي کوي او هغه په دی ډول دي :

پلار او مور بايد د ماشومانو لپاره ښه او مثبت سرمشق وګرزي ٠ يوازي په متمدن چاپيريال کي متمدن ماشومان روزل کيږي ٠ په متمدنه کورنۍ کی ميړه او ښځه يو د بل په اتکا ژوند کوي ، د کورنۍ هر يو غړی په خوشخالۍ او راحت سره خپل کار کوي او په عين حال کي يو له بل سره پاملرنه او همدردي لري ٠

پلار او مور بايد په دقت سره د ماشومانو خبري واوري ٠ پلار او مور بايد خپل ماشومان په دي احساس وروزي چه ته ور سره يو ځاي د ګپ شپ لګولو علاقه لري ٠ پلار او مور بايد په دقت سره د خپلو ماشومانو خبري واوري ، لکه د خپلو ډيرو ښو دوستانو خبري چه اوري ٠

د ماشومانو د ښه اخلاق او ښه صفت روزل له کوچنيتوب څخه پيل کيږي ٠ لويان بايد خپلو ماشومانو ته لارښوونه وکړي چه يو صادقانه او وفادر ماشوم وګرځي ٠ که لويان هيله و نه لري چه خپل ماشومان د رواغ ووايي او نور کسان وغولوي ، نو اول پخپله بايد دغسي اقدام غوره کړي ٠

لويان بايد د ماشوم په ژبه خبري وکړي ، نو پکار دی چه لويان خپل ماشومان درک کړي او ددوی لپاره علاقه او دلچسپی لرونکو کارونو ته پاملرنه وکړي ٠ لويان بايد د ماشومانود تفاهم وړ ژبې او د ارزښت په باب د نظريي له لارې ور سره خبرې وکړي ٠

د ماشومانو ستاينه بايد مشخصه محتوا ولري ٠ پلار او مور بايد په عمومي توګه ماشوم ته و نه وايي چه ته ريښتيا يو ښه ماشوم يي ، برعکس بايد داسي ووايي چه ماشومه ، تا په مځکي باندی تيت او پرک شوي نانځکې په ډبلی کی اچولی دي ، ته لوی شوي او ډير فوق العاده يي ٠ يا پلار او مور ويلي شي چه ماشومه ، تا پخپله خوښه له پلانکي ماشوم څخه بخښنه غوښتلی ده ، نو مونږ ډير خوشحاله او حيران هم يو ٠ په دی ډول ماشومان به پوه شی چه دوي په څه ډول سم کار کړيدی ٠

لويان بايد د ماشومانو لارښوونه وکړي چه پر ځان اعتماد او باور پيدا کړي ٠ لويان بايد ماشومان په دی پوه کړي چه که ژمنه وکړي ، نو بايد عملی يي کړي ٠ که څه ووايي ، نو بايد يي وکړي ٠ دا د صداقت په باب د روزنې زړی دی او ماشومان هم ور څخه زده کولي شي چه څنګه د نورو کسانو لپاره فکر وکړي ٠

لويان بايد د ماشومانو احترام وکړي ٠ که لويان هيله ولري چه ماشومان يي له نورو کسانو څخه احترام حاصل کړي ، نو اول بايد خپلو ماشومانو ته لارښوونه وکړي چه د نورو کسانو احترام وکړي ٠ خو دا کار به په لويانو پوري اړه ولري چه دوي هم د خپلو ماشومانو احترام کوي که نه ؟

لويان بايد کله کله خپل ماشومان له ځان سره دباندی يوسي ٠ که امکان شته ، نو د همصنفانو په غونډه کی د برخې اخيستلو او د ملګرو يا ګاونډيانو کورونو ته د تللو په وخت کی لويان بايد خپل ماشومان له ځان سره يوسي څو چه ماشومان ور څخه د نورو کسانو سره د تګ راتګ عملياتي طريقې او مقررات زده کړي ٠

لويان بايد ماشومان پريږدي چه له نيمګړتياوو او نقصونو څخه د عبرت درسونه او تجربې واخلي ٠ لويان بايد ماشومانو ته لارښوونه وکړي چه په واقعي ژوند کی ناوړو او منفي برخو ته په سمه سترګه وګوري او نه شي کولي چه خپل ماشومان په خالی فضا او ګلدان کی وروزي ٠ غوره خوی خصلت په مختلفو تجربو کی رامنځ ته کيږي ٠ هوښيار پلار او مور کولی شي چه په قصدي توګه د ماشومانو لپاره هغه فرصتونه چه پکی د کاميابۍ زيات امکانات موجود وی ، برابر کړي څو چه ماشومان ور څخه کاميابۍ او خوشحالی احساسه کړي او د ازموينې تاوده احساسات يي په ځان کی وده وکړي ٠

لويان بايد ماشومانو ته لارښوونه وکړي چه خپل احساسات کنترول کړي ٠ پلار او مور بايد ماشومانو ته ور زده کړي چه په سمې طريقې خپل احساسات څرګند کړي او دوي پوه کړي چه احساس او عمل دواړه توپير لري ٠

لويان بايد ماشومانو ته د ودې او پرمختګ فضا ور کړي ٠ پريږدي چه ماشومان پخپله فکر او قضاوت وکړي او د ژوند حقيقت پيدا کړي ،. لويان بايد د خپلو ماشومانو ټيټ تقدير و نه کړي ٠ که مونږ د پورتنيو طريقو او مقرراتو سره سم خپل ماشومان وروزو ، نو مونږ به هرومرو ووينو چه خپلو ماشومانو مو په سالم ډول وده کړيده ٠