<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-19 17:07:29    
چين به دخدمتی چارو د پرمخبيولو دپاره ډول ډول تدبيرونه ونيسی

cri

دچين حکومت چمتو دی چه په راتلونکو څو کلونو کښی دخدمتی چارو ودی ته چټکتيا ورکړی او په ملی اقتصاد کښی د خدمتی چارو د برخی د اوچتولو دپاره هڅه وکړی .دچين دانکشاف او اصلاح ددولتی کميټی رئيس ما کای په دی نژديو وختونو کښی وويل چه د چين حکومت به د بازاری کيدو ، د خدمتی جوړښت د تنظيم او داړوندو قوانينو او قواعدو د سيستم دمکملولو په شمول د څو ډوله تدابيرونو په نيولو سره دخدمتی چارو وده پرمخبوزی .

د چين د رسمی مقاماتو له خوا د اعلام شويو احصائيوی ارقامو څخه څرګنديږی چه په دی وروستيو پنځه ويشتو کلونو کښی دچين د خدمتی چارو دکلنی منځنی زياتوالی سرعت په سلو کښی له لسو څخه اوښتی دی چه دغه سرعت د همدی مودی په نسبت د اقتصادی ودی له سرعت څخه اوښتی دی . په ١٩٧٨ کال کښی په خدمتی چارو کښی د منسوبينو او کارکوونکو شمير پنځوس مليونه تنه وو او تير کال دوه سوه شل مليونه تنو ته زيات شوی د ی.خدمتی چاری له فابريکو څخه اضافه بسته شويو کارګرانو اونورو کسانو ته دکار د فرصتونو د برابرولو دپاره دچين عمده لاره ګرځيدلی ده .

که څه هم په دی وروستيو کلونو کښی د چين خدمتی چارو په چټکی سره انکشاف موندلی دی ،خو د نورو هيوادونو په نسبت ډيره لويه فاصله موجوده ده .

اوس دچين دخدمتی چارو وده لا هم وروسته پاتی ده ، په دی وروستيو کلونو کښی د خدمتی چارو دزياتوالی ارزښت يی د چين د داخلی عمومی توليدی ارزښت

په سلو کښی در ی ديرش برخه نيولی ده چه دغه رقم د نړی د منځنی سويی په سلو کښی له څلور شپيته څخه ټيټ دی . علاوه پردی دچين د خدمتی چارو جوړښت هم دومره معقول نه دی ،په تيره بيا د خدمتی چارود عصری کيدود سويی انکشاف هم نسبتا ورو ورو د ی.

د خدمتی چارو په انکشاف کښی د موجودو مسائلو د حل دپاره دچين د انکشاف او اصلاح د دولتی کميټی رئيس ښاغلی ما کای وويل چه دچين حکومت به د خدمتی چارو د چټک انکشاف دپاره څو ډوله تدبيرونه ونيسی . هغه وويل چه په راتلونکی يوه موده کښی به دچين حکومت خارج ته خپله دروازه نوره هم خلاصه کړی او دخدمتی چارو د اصلاح او خلاقيت ګامونه به چټک کړی ،په زيات قوت سره به د خدمتی چارو جوړښت تنظيم او د بين المللی سيالی قوت به لوړ کړی او په خدمتی چارو کښی به لا زيات اختصاصی او مسلکی کسان وروزی .

هغه دا هم وويل چه چين به دانحصاری څانګو د انتظامی سيستم اصلاحاتو ته چټکتيا ورکړی ، چين به دی ته تشويق ورکړی چه ټولنيزی پانګی په خدمتی چارو کښی واچوی او ترهر څه لومړۍ به د عصری پولی او الکترونيکی تجارتی چارو په شمول خدمتی چارو ته پراختيا ورکړی .سربيره پردی به چين خارجی عالی رتبه

اداره رکوونکی ځانته راجلب کړی او د خدمتی چارو د ودی دپاره به بااستعداد کسان برابر کړی .

د ښاغلی ما کای په نظر دچين اقتصاد په مسلسل او چټک ډول انکشاف کوی ،

په تيره بيا تير کال د هر يو تن په سر داخلی عمومی توليدی ارزښت له يوزرو امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی او دا دچين د خدمتی چارو دپاره پراخه انکشافی ساحه برابره کړی ده. هغه وويل د اوسنی حالت له نظره دچين د خدمتی چارو د ګړندی ودی دپاره ښه زمينه موجوده ده چه په عمومی لحاظه دخلکو ژوند نسبتی شتمنی سويې ته رسيدلی او اوس د ژوندانه دکيفيت داوچتوالی په لوری حرکت کوی ،

د ښاری کيدو بهير چټک شوی دی چه په نتيجه کښی دهغو خلکو شمير چه له عصری خدمت څخه برخوردار دی ، ورځ په ورځ زيات شوی دی ،داوسيدونکو د ژوندانه دشرايطو د ښه والی په نتيجه کښی به خلک د توريزم ، کلتور او

ساعت تيری ،د روغتيا ساتنی، سپورت او د روغتيا د غښتليتوب په برخو کښی لازياتو خدمتونو ته اړتيا ولری .