<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-19 17:11:24    
تل خندا او تل روغتيا

cri

عمومأ مور په دي پوهيږي چه يو نوي زيږدلي ماشوم چه څلور مياشتي ته رسيږي ، کولي شي چه وخاندي ٠ ويل کيږي چه خندا د انسان د فيزيو لوژي يو ډير پيچيلي څرګنونه ده ٠ هان په تاريخ کې خندا د روغتيا د بيرته لاس ته راوړلو يو ډول موثره دوا ګڼل کيده ٠ يو اړوند کار پوه ويلي و چه خوراک ، استراحت او خندا په نړۍ کې تر ټولو نه ډير ښه دري ډکتران دي ، ځکه که خوراک او استراحت بدن پياوړي کوي او د انسان د ژوند ضروري دي ، نو خندا هم د اعصابو هيجان او خرابي له منځه وړي ٠ د فرانسي يو مشهور طبي متخصص ويلي دي چه خندا د انسانانو د کولمې، ځيګر او دماغ طاقت پياوړي کوي او د اعصابو خرابي او بي خوبۍ ليري کوي ٠ هغه د مثال په توګه ويلي دي چه که يو ناروغ سړي تل خپل درد ته متوجه وي ، نو حتمأ به درد لا ور ته سخت ښکاري ٠ که خوشحالۍ او خندا ور ته پيدا شي ،توجه به يي بلې خوا ته شي او درد به يي کم شي ٠ نو ويل کيږي چه خندا د روغتيا له پاره ګټه لري ٠ بله د توجه وړ مسئله دا ده چه د طبي پوهانو په نظر سهار وختۍ د ژور خوب نه وروسته ناڅاپه پورته کيدل د انسانو روغتيا ته به ضرر ورسوي ٠ د دوي په نظر سهار وختۍ د زړه او دماغ د ويني د جريان د بنديدو له پاره ډير خطرناک او شيطاني وخت ګڼل کيږي ٠ که څوک سهار وختۍ ناڅاپه له کټ نه پاڅيږي ، کيداي شي چه د زړه او دماغ په ناروغۍ کي اخته شي او حتي د مرګ سبب وګرزي ٠ د طبي پوهانو په نظر سهار وختۍ د ويښيدو نه وروسته لومړي پر کټ باندې له پنځو دقيقو نه تر لسو دقيقو پوري لږ څه دمه وکړي او په دي ترڅ کې ژور تنفوس وکړي ، لاس او پښې ورو ورو حرکت وکړي او له دي نه وروسته بيا له کټ نه پاڅيږي ٠ دغه طريقه په عمده توګه د منځنيو او زړو کسانو له پاره مساعده ده ٠