د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر لمخی ،. د پاکستان صدراعظم شجاعت حسين د جولاي په ١٩ نيټه په اسلام اباد کی څرګنده کړه چه پاکستان له چين سره د دوستی او همکارۍ د روابطو پرمختګ ته ډير اهميت ورکوی .
ښاغلی حسين په همدی ورځ د چين له مطبوعاتی هيات سره د کتنی په ترڅ کی وويل ، د پاکستان او چين ترمنځ دوستانه روابط د وخت له ازموينی څخه بريالی وتلی دي او دواړه هيوادونه په هره ساحه کی دوستی موجوده ده . هغه زياته کړه چه دی د واکمن ګوند- مسليم ليګ د رييس په توګه د چين له کمونست ګوند سره د روابطو ودې ته خورا زيات اهميت ورکوی او هيله من دی چه ژر تر ژره به چين ته سفر وکړی .
د پاکستان په وړاندی د داخلی او نړيوال چاپيريال د يادونی په ترڅ کی صدراعظم حسين وويل چه پاکستان په خپل هيواد او نړيواله ساحه کی له ځينو هغو ستونزو سره مخامخ شوی دی چه د هغو حل وفصل ته اړتيا لری . د پاکستان د حکومت په نظر بايد د ديالوګ له لاري نوموړی ستونزی ليری کړی شی .
ښاغلی حسين د تير جون په مياشت کی د پاکستان د صدراعظم په توګه انتخاب شو.