<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-20 12:08:48    
 پاکستان د چين سره  د دوستانه همکارۍ پراختيا ته په ډيره درنه سترګه ګوري

cri
د چين بينالمللي راډيود پاکستان صدراعظم چودري شجاعت حسين د جولاي په ١٩ نيټه په اسلام اباد کې د چين د مطبوعاتي هيئت سره وکتل او د کتنې په بهير کې يې وويل د پاکستان حکومت ، خلک او سياسي ګوندونه د چين سره د دوستۍ او همکاري د مناسباتو پرمختيا ته په ډيره درنه سترګه ګوري ، اوس په دې باره کې يو راپور واوري چې عنوان يې دی پاکستان د چين سره د دوستۍ او همکاري د مناسباتو پرمختيا ته په ډيره درنه سترګه ګوري ٠ د خبر له مخې دا لومړی ځل دی چې ښاغلي حسين د صدراعظم په توګه د ټاکل کيدو نه وروسته د بهرنيو خبريالانو سره وکتل ، صدراعظم حسين د کتنې په بهير کې لومړي د پاکستان او چين ترمنځ عنعنوي دوستانه روابط ستايلي اوويې ويل چې دغو مناسباتو په ډيره ژوره توګه د دواړو هيوادونو په زړونو کې ځای نيولی او د وختونو د ازموينې نه وتلي دي ، پاکستان او چين دواړه په هروخت کې دوستان دي ، هغه هيله وکړه چې دغه مناسبات د وروڼو په شان په مداومه توګه انکشاف ومومي ٠ ښاغلي حسين زياته کړه چې پاکستان د نورو هيوادونو سره نيک مناسبات ساتلي دي ، خو د چين لخوا پاکستان ته ورکړې شوې مرستې د نورو هيوادونو په مقايسه ډيرې زياتې دي ٠ دواړه هيوادونه په مختلفو ساحو کې ګډې ګټې لري ، هر څه چې د پاکستان لخوا په نظر کې نيول کيږي د چين سره د خپلو مناسباتو ټينګيدو ته لومړي مقام ورکوي ٠هغه وويل د جنوبي اسيايي هيوادونو د اتحاد غونډه به په اسلام اباد کې جوړه شي ، زه به په دې غونډه کې ويناوکړم او پخپله ويناکي د چين نوم راياد کړم ، دا به يوازني هيواد وي چې زما په وينا کې راياد شي ٠ ښاغلی چودري شجاعت حسين اوس د پاکستان د واکمن ګوند د مسلم ليګ رئيس دی ٠ پخوا پلان و چې هغه به د جولاي په ١٢ نيټه چين ته سفر وکړي ، خو څرنګه چې هغه د حکومت د صدراعظم په توګه نوي ټاکل شوی دی نو ځکه چين ته سفر يې وځنډيده هغه وويل په راتلونکي کې به هغه د واکمن ګونديعني د مسلم ليګ د رئيس په توګه چين ته سفر وکړي ٠ هغه وويل زما په نظر کله کله د خلکو ترمنځ تګ راتګ او د ګوندونو ترمنځ تبادلې د حکومتونو ترمنځ د تبادلې په نسبت ﻻ مهم ښکاري ٠ د واکمن ګوند د رئيس په حيث زه به په راتلونکو کلونو کې د چين او پاکستان ترمنځ دعنعنوي دوستي د نور هم پرمختګ دپاره ﻻ زيات کوششونه وکړم د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي همکاري د يادونې په وخت کې ښاغلي حسين وويل هغه پخپله د چين سره د اقتصادي او تجارتي همکاريو پرمختيا ته په ډيره درنه سترګه ګوري ٠ هغه جمهوررئيس مشرف ته وړانديز کړی و چې د اسلام اباد په شاوخوا کې د پاکستان او چين لخوا په ګډه سره يو تجارتي سيمه جوړه شي ٠ هغه دا هم وويل نوي صدراعظم شوکت عزيز چې ژر به خپله دنده په غاړه واخلي تر خپلې وسې پورې د پاکستان د اقتصاد د پرمخبيولو دپاره کوشش وکړي او په بيلابيلو برخو کې د پاکستان او چين ترمنځ د همکاري ډير زياتپټ قوت موجود دی نو ځکه چين به د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د پاکستان تر ټولو نه ډير ښه همکار هيواد وي ٠ د هغه داخلي او بينالمللي محيط او چاپيريال په باب چې پاکستان ورسره مخامخ دی ښاغلي حسين په دې اعتراف کړی دی چې پاکستان د ځينو مسئلو سره مخامخ دی چې بايد حل يې کړي ٠ د هيواد په دننه کې حکومت د اوبو د منابعو د ويشلو او د بيوزليتوب او غربت د ليري کولو او د تروريزم سره د مبارزې په شمول يو لړ مشخص موضوعګانو سره مخامخ دی او په بينالمللي ساحه کې د پاکستان په وړاندې عمده چلينج له بينالمللي فشار څخه خلاصيدل دی هغه وويل د پاکستان حکومت زيار باسي چې د سوله ايزديالوګ له لارې نوموړي مسئلې حل کړي ، ديالوګ د مقابلې په نسبت ښه دی ٠