<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-20 16:04:04    
د چين د ښځو ملي اتحاديه هر کال د ٥ مليونو نو کليوالي ښځو روزنه او تمرين کوي

cri

د چين د ښځو د ملي اتحاديي مرستيالې او د سکريتريت لومړی منشي ميرمنې هوانګ جينګ اي په دې وروستيو ورځو کی د چين د ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو د ښځو د اتحاديو د رييسانو په کاري غونډه کی دا څرګنده کړه چه د مختلفو درجو د ښځو اتحاديي بايد د کليوالي ښځو لارښوونه وکړي چه د پوهې او علومو او تخنيکونو په اتکا خپل عايدات زيات کړي او شتمن ژوند تير کړي ، نو ددې لپاره د ښځو اتحاديي بايد هر کال د ٥ مليونو کليوالي ښځو روزنه او تمرين وکړي او کوشش وکړی ترڅو چه د کليوالي ښځو روزنه او تمرين په حکومتي پلان کی شامل کړي او د اساسي تعليم ، مسلکي تعليم او د بالغانو د تعليم په شمول د درو تعليماتو په باب د حکومتي پلان او نورو مربوطو پروګرامونو د عملي کولو په بهير کی تضمين و کړي چه په سلو کی ٤٠ ښځې له روزنې او تمرين نه برخوردارې شي ٠

هغې وويل چه کليوالي ښځې د چين په کليو کی د بشرې قوې په سلو کی څه د پاسه ٦٥ برخه نيسي ، نو ددوې سره مرسته کول د ښارونو او کليو تر منځ د اقتصادي جوړښت بدلون پرمخبيولی شي ٠

د چين د ښځو ملي اتحاديي دا وړانديز کړيدی چه کليوالي ښځې کولي شي چه د مځکو د کرلو او په ښارونو کی د مزدوري کولو له دوو لارو خپل عايدات زيات

او شتمن ژوند تير کړي ٠ نو ددې لپاره حساسه موضوع دا ده چه بايد د روزنې او تمرين له لاري ددوي د تخنيکونو د استعمال طاقت لوړ کړي شی ٠ په دې وروستيو کلونو کی ، د ښځو اتحاديو د هغه واقعي حالت په مقابل کی چه د کليوالي ښځو عمومي پوهې لږې او د تخنيکونو د استعمال طاقتونه يي ټيت دي ، په دې برخو کی ددوي د روزنې او تمرين لپاره خپلې هڅې لا نورې هم ګړندي کړيدي ٠

تر اوسه پوري د چين د مختلفو درجو د ښځو اتحاديو نژدی يو لک ښځينه ښوونځي جوړ کړي څو چه د محلي واقعي حالاتو او اړتياوو سره سم د کليوالي ښځو تخنيکي روزنه او تمرين وکړي ٠

د کليو د غريبو ښځو سره د مرستې لپاره په ١٩٨٩ کال کی د چين د شان سي ولايت د لي ليانګ سيمې د ښځو اتحاديو کليوالي ښځو ته د کوچني اندازې د کريديت په ور کولو پيل کړی او په ١٩٩٤ کال کی د چين د ښځو ملي اتحاديي د ګرد هيواد په چوکاټ کی دغه کار عملي کړي چه تر اوسه پوري د چين د ٢٨ ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو د ښځو اتحاديو کليوالي ښځو ته د کوچني اندازی د کريديتونو په ور کولو لاس پوري کړيدی څو چه کليوالي ښځې ژر تر ژره له غربت نه ځانونه بچ کړي او شتمن ژوند تير کړي ٠

کليوالي ښځو ته د کريديت د ورکولو پروګرام د ولسوالی په درجه د ښځو د اتحاديو له خوا عملي کيږي او په عمومي توګه په هره ولسوالی کي دوه يا دري زره

کورنۍ د کوچني اندازی له کريديت نه برخورداريږي ٠ تر اوسه پوري په سلو کی ٩٨ کورنيو کريديتونه اخيستي ، په سلو کی ٩٠ کورنيو ور څخه ګټې اخيستي او په سلو

کی ٩٥ کورنيو په ټاکلي وخت د ښځو اتحاديو ته کريديتونه بيرته ور کړيدي ٠

د چين د ښځو ملي اتحاديي د مختلفو درجو له ښځينه اتحاديو نه غوښتنه وکړه چه بايد د کوچني اندازی د کريديت د ورکولو پروګرام په کليو کی د غريبو کورنيو سره د مرستې لپاره د يوه موثر شکل او مهمې لاری په توګه په زيات قوت سره پرمخبوزی څو چه غريبې ښځې ژر تر ژره له غربت نه بچ کړی شي٠ په تيره بيا بايد د ملي اقليتونو په اوسيدونکو سيمو ، غرني ، سرحدي او غريبو سيمو کی د ښځو سره مرسته پياوړی کړي ٠