<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-20 16:07:16    
په ګرم دوبی کی لويان بايدد لمر له وړانګو نه ماشومان وساتي

cri

اوس دوبنې فصل دی او په دوبی کي لمر سور دی ، نو په ګرم دوبی کی لويان بايد ماشومان د لمر له وړانګو نه وساتي ٠

د چين د تيان جينګ ښار د چانګ ځنګ روغتون د پوستکو د څانګې ريسې او داکټرې لي هونګ وويل چه په ګرم دوبی کي د زياترو والدينو دا خوښيږي چه خپل ماشومان د لمر وړانګو ته پري باسي ٠ د دوي په نظردا کولي شي چه ماشومان روغتيايي رنګ لرونکي پوستکي ولري او لا زيات ويتامين دي واخلي ، نوځکه يي والدين د لمبر له وړانګو نه د ماشومانو د ساتلو لپاره کوم تدابير نه غوره کوي چه دا يوه غلطي ده ٠

داکټرې لي هونګ دې ته اشاره وکړه چه که څه هم د لمر تر وړانګو لاندي د پريوتلو له لارې ويتامين دي اخيستل يوه سمه لاره ده ، خو زيات والدين نه پوهيږي چه د ماشومانو لپاره هره ورځ دوه دري ځله د لمر تر وړانګو لاندې لوبه کول بس دي او هر ځل يوازي په ١٥ دقيقو کی کافي ويتامين دي اخيستل کيږي ٠ خبره خو دا ده چه اوس د ماشومانو خوراکونه ډير غني دي او ماشومان د خوراکونو نه ويتامين دي اخيستلی شی او ضرورت نه لري چه يوازی د لمر وړانګو ته د پريوتلو له لارې ويتامين دي واخلي ٠

هغې وويل چه د ماشومانو پوستکي نرم دي او دوی هميشته دباندي لوبه کوي ،

نو د ماشومانو په وجود باندی د ماورابنفش وړانګو د لګيدو اندازه د لويانو په نسبت دري چنده زياته ده ٠ که ماشومان د کوچنيتوب په وخت کی د ډيرې اوږدې مودې لپاره د لمر تر وړانګو لاندي پري وځي ، نو د پوستکو د بافتونو جوړښت به يي په چټکی سره بدل شي ، په بل عبارت به ددوي په پوستکو باندی وختي چين او چروک راپيدا شي او يا به يي پوستکي ضعيف او حساسه شي او د لوي کيدو نه وروسته به د پوستکو په سرطان د اخته کيدو خطر يي زيات شی ٠

په ګرم دوبی کی ددې لپاره چه ماشومان هم د لمر له وړانګو نه ګټه واخلي او هم د پوستکو له زخم کيدو نه ځان بچ کړي ، داکټرې لي هونګ والدينو ته پيشنهاد کوي چه د سره لمبر په ورځو کي ښه به دا وي چه ماشومان د سهار د لسو بجو نه مخکي او د مازيګر له څلورو بجو نه وروسته دباندي لاړشي ٠