د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان د مطبوعاتی ذرايعو د شلمی نيټې د خبر سره سم د پاکستان امنيتی قواوو په دی وروستيو ورځو کی افغانستان ته نژدی د جنوبی وزيرستان په قبايلی سيمه کی له بهرنيو وسله والو عناصرو سره جګړه وکړه او په دی ترڅ کی يي دري تنه بهرنی وسله وال افراد مړه او نور ٦ تنه يی ټپيان کړل .
د بل خبر له مخی ، هغه نظامی افسر چه د پاکستان تر مستقيمی اداری لاندي د قبايلو سيمو د امنيتی چارو مسئول دی ، وويل چه د جنوبی وزيرستان په قبايلی سيمه کی هغه ٤٠ تنه چه نوموړو بهرنيو وسله والو عناصرو ته په مرستی ورکولو تورن دی ، د جولاي په ١٩ نيټه محلی حکومت ته تسليم شوی دی چه دا په قبايلو سيمو کی د تروريزم په ضد عملياتو کی د پاکستان يو ستر برياليتوب ګڼل کيږی .