د شين هوا اژانس د خبر له مخی ، هنګری پرون د هغه هيواد په منځنی ښار سزولنوک کی د پياده عسکرو د يوه ټولی سره چه ژر به افغانستان ته به ولاړ شی د خدای پاماني مراسم پر ځای کړل . نوموړی ټولی ١٢٥تنه لری او .
په مرکز کابل کی به ميشته وي او د ګذمې ، ساتنې ، د مالونو په بدرګه وسله والو ليږدولو دندې په غاړه ولری . هنګری په ٢٠٠٢کال افغانستان ته د خپلو عسکرو په ليږلو پيل وکړ او اوس په افغانستان کی ٣١تنه هنګری عسکر شته .
د يوبل خبر له مخی هنګری به د اګيست په پای کی افغانستان ته نور ١٤ تنه فوځی داکتران او نرسانې وليږی .