<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-21 17:37:46    
چيو اين لاي

cri

چيواين لاي د چين ستر مارکسيست او لنينيست او د چين د کمونست ګوند او هيواد وتلو او ممتازو مشرانو او د چين د ولسي ازادي بخښونکي اردو د جوړونکو څخه و ٠ هغه د ١٨٩٨کال د مارچ په پنځمه نيټه د چين د جيانګ سو ولايت د خواي ان په ښار کې وزيږيد، په ١٩١٧ کال کې د زده کړې دپاره جاپان ته تللی و او د دوو کالو نه وروسته خپل وطن ته بيرته راستون شو٠ ورپسي هغه د ١٩٢٠ کال نه تر ١٩٢٤ کاله پورې د زده کړې دپاره په وار سره فرانسي او المان ته تللی او په ١٩٢٢کال کې د چين په کمونست ګوند کې شامل شو٠ د ١٩٢٤ کال د اګيست په مياشت کې چيواين لاي له پاريس څخه چين ته بيرته راستون شو

د ١٩٢٧ کال د اګيست په لومړي نيټه د چين د نان چانګ په ښار کې د ګوميندانګ ګوند د مرتجعينو په ضد انقلابي بلوا د ښاغلي چيو اين لاي ترمشرتابه لاندې منځته راغلې وه ٠ ښاغلي چيو اين لاي د چين د ولسي اردو د جوړيدو دپاره مهم خدمتونه ترسره کړي دي ٠ د ١٩٣١ کال د دسمبر په مياشت کې ښاغلی چيو اين لاي د چين د مرکزي انقلابي پوځي کميسيون د مرستيال په حيث دنده په غاړه واخيستله ٠ د ١٩٣٥ کال د جنوري په مياشت کې ښاغلي چيو اين لاي د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې په غونډه کې چې د چين د ګوي جو ولايت د ځون اي په ښار کې جوړه شوه په ټينګه سره د ماو ځه دونګ د سمې تګلارې ملاتړوکړاو په ګوند کې د ماو ځه دونګ د مشرتابه مقام د قايميدو دپاره خورا مهم رول لوبولی و٠

د چين د سره اردو د اوږد مارش د پای ته رسيدو نه وروسته ښاغلي چيو اين لاي د جاپان د تيري کوونکو سره د مبارزې او د ګوميندانګ د مرتجعينو په ضد په جګړو

کې د ماو ځه دونګ د مرستيال په توګه سترې کارنامې سرته رسولي او د ولسي رژيم د رامنځته کيدو او د سوسياليستي نوي چين د جوړيدو دپاره يې خورا ستر خدمتونه ترسره کړي دي ٠

په ١٩٤٩ کال کې د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس نه وروسته ښاغلي چيو اين لاي د حکومت د صدراعظم او د چين د کمونست ګوند د مرکزي پوځي کميسيون د مرستيال په توګه دندې په غاړه واخيستلې ٠ د ګوند په شپږم ملي کانګرس کې د سياسي بيورو د غړي په توګه وټاکل شو او د هغه وخت نه وروسته ښاغلي چيواين لاي د ګوند په بيلابيلو ملي کانګرسونو کې د سياسي بيورو د غړي او د سياسي بيرو د دايمي کميسيون د غړي په توګه و ټاکل شو٠ دغه راز ښاغلی چيو اين لاي د ګوند په اتم او لسم ملي کانګرسونو کې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د مرستيال په توګه هم ټاکل شو٠ ښاغلي چيو اين لاي د مرحوم ريئس ماو ځه دونګ سره يوځای د چين د سوسياليستي ابادۍ دپاره يو لړ تګلارې ، اصولونه او پاليسي جوړې کړې٠

په ١٩٥٤ کال کې د ښاغلي چيواين لاي په ابتکارپه سوله کې د ګډ ژوند پنځه ګونه اصول رامنځته شوی دی ٠ دا اصول د هيوادونو ترمنځ د مناسباتو د ټينګيدو د پرنشيب په توګه په بينالمللي ټولنه کې ژوره اغيزه لري ٠

د چين د کلتوري انقلاب په بهير کې ښاغلي چيو اين لاي د چين د ګوند او هيواد د زياتو انقلابي سابقه دارو کادرانو د دفاع دپاره کوشش کړی او او د ګوند او هيواد د يووالي د ساتنې دپاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي دي ٠ د کلتوري انقلاب نه وروسته ښاغلي چيو اين لاي د چين څلورم ملي ولسي کانګرس په عمومي غونډه کې د ګوند او هيواد په نمايندګۍ هغه ستر پلان وړاندې کړ چې په شلمه پيړۍ کې په

چين کې په هراړخيزه توګه د کرنې ، صنعت ، ملي دفاع او ساينس او تکنالوژي چارې عصري شي ٠

په ١٩٧٢ کال کې ښاغلي چيو اين لاي په سختې ناروغي اخته شو، خو د ناروغۍ په بهير کې ښاغلي چيو اين لاي هميشه خپلو کارونو ته دوام ورکاوه ٠ د ١٩٧٦ کال د جنوري په اتمه نيټه ښاغلی چيو اين لاي په بيجنګ کې له دنيا سره خداي پامانې وکړه ٠

په شلګونو کلونو کې ښاغلي چيو اين لاي د مارکسيزم او لنينيزم او د ماو ځه دونګ افکارو بيرغ اوچت وساته او په ټينګه سره يې د ګوند انقلابي تګلارې او پاليسي عملي کړي او د چين د خلکو د ازادۍ او د کمونيستي چارو دپاره يې په بې الايشه توګه خپل ټول ژوند وقف کړ او د چين د کمونست ګوند او خلکو دپاره يې نه فنا کيدونکي او سترې کارنامې او خدمتونه ترسره کړي دي او د چين او د نړۍ د خلکو مينه او احترام يې حاصل کړی دی ٠