<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-21 17:49:01    
د خاصې کورنې ماشومانو ته خاصه پاملرنه ورکړي

cri

د ختيځ چين په نان جنګ ښار کې د باي سيا په اوسيدونکې ناحيه کې د مرستې ورکونکي او تعليمي چارو يو ډير مشهور او ځانګړي مرکز شته چه په خاص ډول د هغو کورنيو د ماشومانو د روزنې له پاره جوړ شوي دي کوم چه يي مور او پلار يو له بل څخه طلاق اخيستي يا له دوي نه يو مړشوي ، يا يي پلار او يا يي مور معيوب شوي دي، يا خو يي د کورني لويان په بنديخانه کې بندي شوي او يا د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ وي ٠ نوموړي مرکز د ١٩٩٧ کال د مي په مياشت کې جوړ شوي او تر اوسه پوري د نوموړو کورنيو نه نژدي سل تنه ماشومان پکې منل شوي تر څو چه د ژوند او د درس په برخه کې د نوموړو ماشومانو د ستونزو د ليري کولو او د دوي اطمينان د اوچتولو له پاره ور ته مرستې برابري کړي ٠له هغه وخت نه تر اوسه پوري د اوو کالو په موده کې له نوموړي مرکز څخه په وتلو ماشومانو کې يو دغسي ماشوم نه ليدل کيږي چه د کورنې د ستونزې له امله به په بد سړي بدل شوي وي ٠ برعکس د نوموړو ماشومانو نه يو زيات شمير په پوهنتونونو او پوهنځيو کې داخل شوي او ځيني يي په بيلا بيلو کارونو کې استخدام شوي او د ټولنې له پاره يي په خدمتونو پيل کړي دي ٠

نوموړي مرکز ولي رامنځ ته شو ؟ ددي پوښتنې ځواب دا دي چه په لومړنيو وختونو کې د نوموړي اوسيدونکي ناحيي اوسيدونکي کميټې د يوې پلټنې په بهير کې معلومه کړه چه په دي ناحيه کې په هغو کورنيو کې چه يا خاوند او ښځه سره طلاق شوي ، يا د کورني عمده غړي يي بندي شوي ، يا اقتصاد يي ډيرې ستونزې لري ، له همدي امله دا ډول ماشومان عمومأ تر ښې پاملرنې او روزنې لاندې نه دي راغلي او په دي اثر ځيمي ماشومان د ټولنې د بدو کسانو تر اغيزې لاندې راواستل شوي او په ښونځيو کې د زده کړي نتيجه يي هم ډيره خرابه ده چه دغه مسئله د نوموړي اوسيدونکې کميټې د کارکونکو د توجه وړ وګرزيده ٠ ددي له پاره چه نوموړو ماشومانو ته اړوندې مرستې برابرې شي او د ناوړه اغيزو نه وژغورل شي ، د اوسيدونکي کميټې کارکونکو د اړوندو پروپاګندي فعاليتونو له لاري د ټولنې د مختلفو خواوو ملاتړ حاصل کړ او په دي توګه يي نوموړي مرستې ورکونکي او تعليمي مرکز جوړ کړ ٠ په دي مرکز کې د نوموړو ماشامانو له پاره بيلا بيل په زړه پوري فعاليتونه ترتيب شوي او هم د ماشومانو دستونزو د حل له پاره اړوند لارښونکي استول شوي دي ٠

په څه د پاسه اوو کالو کې دغه مرکز په نان جنګ ښار کې ډير شهرت موندلي دي او په دي ښار کې د نورو اوسيدونکو ناحيو ماشومانو هم وغوښتل چه د لارښونې او تعليم د منلو له پاره دغه مرکز ته راشي ٠ دغه راز ډيرو محصلينو هم په داوطلابانه په توګه په دي مرکز کې خدمتونه تر سره کړي دي او تر اوسه پوري څه د پاسه پنځو سوو تنو نوموړو محصلينو په وار سره په دي مرکز کې خدمت کړي او کوي يي ٠ په دي بهير هر دري تنه محصلين په توبت سره د نوموړي يوې کورنې د ماشومانو له پاره د زده کولو په هکله مرستې برابروي او په عين وخت کې دوي هم دژوند او فکر په برخه کې نوموړو ماشومانو ته لارښونې کوي ٠ همداشان دوي هم کله کله نوموړي ماشومان پوهنتون يا پوهنځي ته وړي او ماشومان دي ته تشويقوي چه ښه زده کړه وکړي او زيات معلومات تر لاسه کړي څو چه په راتلونکې کې با استعداد کسان وګرزي ٠ د نوموړو داوطلابانو په نظر هيڅ دغسي ماشوم نه شته چه د زيږيدنې نه وروسته يو بد ماشوم وي ، يوازي ممکنأ د ودې په بهير کي د ښه روزنې نه پرته ور څخه بد سړي جوړيږي ٠ نو که په خپل وخت د دوي زياته پاملرنه وشي او دوي تر ښې روزنې او تعليم لاندې راشي ، دوي به په ښه او سالم ډول وده وکړاي شي ٠