<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-22 15:24:43    
هند او پاکستان د خپل منځي روابطو د پياوړتيا دپاره کوشش کوي

cri

د پاکستان خارجه وزير خورشيد محمود قصوري او د هند خارجه وزير ناتوار سينګ چه اوس په اسلام اباد کي د وزيرانو په درجه د جنوبي اسيا د سيمه ايزې همکارۍ د اتحاد په ٢٠ مه غونډه کې ګډون کړي ، د رواني مياشتې په يوويشتمه نيټه په غير رسمي خبرو اترو کې هيله څرګنده کړه چه د سوله ايز بهير د چټکتيا او د دواړو هيوادو ترمنځ د روابطو د ښه والي دپاره به هاند او کوشش وکړي ٠ دغه خبرې اترې په لنډه موده کي د دواړو خارجه وزيرانو ترمنځ دوهمې خبرې وې او د ٧٥ دقيقو په خبرو اترو کي دواړو خواوو د ذات البيني روابطو ، د کشمير د مسئلې ، د متقابل اعتماد د ټينګتيا او د مخدره موادو د قاچاق سره د مبارزې په هکله د نظريو تبادله وکړه او د دواړو خواوو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د چټکتيا هيله يي هم څرګنده کړه ٠٠د خبرو اترو نه وروسته په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې دواړو خارجه وزيرانو په ګډه وويل چه خبرې اترې په صريحه ، صادقانه او دوستانه فضا کې وشوې او دواړو خواوو د کشمير د مسئلې په شمول د ټولو لاينحلو مسئلو په باب بحث وکړ او په اتفاق سره يي موافقه وکړه چه ژر تر ژره په کراچي او مومباي کي خپله قونسلګري جوړه کړي ٠ د هند خارجه وزير سينګ هم اعلان وکړ چه د هند د غوښتني سره سم د دواړو خارجه وزيرانو ترمنځ هغې رسمي خبرې اترې چه ټاکل شوي وه د راتلونکي اګست په پنځه ويشتمه نيټه به په نوي ډيلي کې ترسره شي ، خو د راتلونکي سپتمبر تر پنځمي نيټې پوري وځنډيدلې چه په هغه وخت کي به دواړه خواوې د هراړخيز ديالوګ د اعادې راهيسې تر لاسه کيدونکي برياليتوبونه تر پوره نظراو سنجش لاندي ونيسي ٠

د تير جنوري په مياشت کي په اسلام اباد کي د جنوبي اسيا د هيوادو په سرمشريزه غونډه کې د پاکستان جمهورريس مشرف او د هند صدراعظم واجپايي د دواړو هيوادو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د اعادې پريکړه وکړه او ورپسې د دواړو هيوادو حکومتونو او مشرانو د خپل منځي روابطو د پوره ښه والي دپاره کوشش کړي او څو څو ځله يي ويلي چه د ديالوګ له لارې خپل منځي ټولې لاينحلې شخړې حل کړي شي ٠ په تيرو څو مياشتو کې دواړو خواوو د ټاکلي پلان لمخې د کشمير د مسئلې ، د ذروي وسلو په باب د متقابل اعتماد د ټينګتيا ، د اوبو د منابعو د ويشلو او د سند او راجستان د ايالتونو ترمنځ د عامه ترانسپورت د بيا پيل کيدو په هکله مشورې وکړې ٠ د تير جون په پاي کې په نوي ډيلي کې د خارجه چارو د سکريترانو ترمنځ خبري اترې هم وشوې او دواړو خواوو په تاکيدسره وويل چه د کشمير مسئلې د حل دپاره يو د بل سره ديالوګ وکړي ، دغه راز موافقه يي وکړه چه د متقابل اعتماد د ټينګتيا دپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي ٠

د هند خارجه وزير سينګ اسلام اباد ته د رسيدو نه وروسته وويل چه هغه د هند د حکومت ښه زيری راوړی دی او تر وسې پوري به د ديالوګ د اعادې دپاره لا مناسبه فضا او زمينه برابره کړي ٠ د پاکستان صدراعظم شجاعت حسين د جنوبي اسيا د سيمه ايزې همکارۍ د اتحاد د شورا د غونډې د پرانستلو په مراسمو کې وويل چه پاکستان په دي هڅه کې دی چه د هند سره يو ځاي د کشمير د مسئلې په شمول د ټولو لاينحلو مسئلو د سوله ايز حل و فصل لاره ولټوي ٠ د دواړو هيوادو د حکومتونو ښه رويه او فعال کوشش به د دوي ترمنځ د سوله ايز بهير د ګړنديتوب دپاره ګټور وي ٠

که څه هم د دواړو خارجه وزيرانو ترمنځ په تازه پاي ته رسيدلو خبرو اترو کي کوم وتلي او د ليدو وړ موفقيت ندي رامنځته شوی ، مګر د عامه افکارو په نظر خبرې اترې لاهم ډير مهم اهميت لري او له دي څخه څرګنديږي چه د روان کال په لومړي وخت کي د جنوبي اسيا د اتحاد د سرمشريزې غونډې د جوړيدو راپدي خوا د دواړو هيوادو ترمنځ د روابطو د ښه والي کوششونو پر له پسې بري موندلي دي او په عين وخت کي د متقابل تماس ساتنه د دواړو هيوادو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د تازه پيل شوي بهير د چټکتيا او د دواړو هيوادو ترمنځ د روابطو د ښه والي کلي ده ٠ ويل کيږي چه د هند او پاکستان ترمنځ اختلافات او تضادونه د اوږدې مودې راهيسي رامنځته شويدي ، نو امکان نشته چه په لنډه موده کي حل شي ٠ يوازي په دې شرط چه د دواړو خواوو ترمنځ تماس وساتل شي ، متقابل تفاهم ورو ورو زيات شي ، خپل منځي سوتفاهم ليري شي او متقابل اعتماد ټينګ شي ، نو ټولې لاينحلې مسئلې حليداي شي او خپل منځې روابط په پوره توګه ښه کيداي شي ٠