<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-23 17:26:21    
د چين د لرغونی قطب نما په باب

cri

رمز - ددی اونی پوښتنه چه ځينو اوريدونکو په ليکونو کښی ليکلی ده دا ده چه مونږ پوهيږو چه قطب نما په لومړی ځل په چين کښی جوړه شوه ٠ مهربانی وکړی چه په دی باره کښی څه معلومات وړاندی کړی ٠

وانګ – تاسو ته معلومه ده چه د کاغذ ، باروتو ، قطب نمااو د چاپ د تخنيک په شمول د چين ٤ لويو اختراعاتو د نړۍ د علمی او فرهنګۍ د خپريدو او راکړی ورکړی دپاره مثبت رول لوبولی او د نړۍ د تاريخی بهير په وړاندی تګ باندی يی ژوره اغيزه کړی وه ٠ قطب نما دطرفونو د ښودلو رول لری د چين په لرغونو اسنادو کښی ليکل شوی وو چه څه دپاسه ٢٣٠٠ کاله مخکښی چينايانو دا کشف کړی چه مقناطيسی ډبره اوسپنه جزبولی شي ٠ ور پسی يی د مقناطيسی ډبری دا خصوصيت هم پيدا کړ چه قطب ښودلی شی ٠ نو له مقناطيسي اوسپنی څخه يی د څمڅۍ په شکل قطب نما جوړه کړه ٠ ٧٠٠ کاله وړاندی د ( جنوبی سونګ ) په امپراطوری دوره کښی داسی قطب نما جوړه شوه چه د اوبو په سطح باندی ولاړه وه ٠ د قطب نما په باب لومړنی يادونه په هغه کتاب کښی ليدل کيږی چه د ميلاد نه ٣ مه پيړۍ دمخه د چين د مشهور متفکر هان فی له خوا ليکل شوی و ٠ ور پسی د ( جنوبی سونګ ) په امپراطوری دوره کښی يعنی ٧ سوه کاله دمخه قطب نما عموميت پيدا کړ ٠ قطب نما لومړی په بحر پيمايی کښی استعماليده ٠ په تاريخی اسنادو کښی ليکل شوی چه له ١٠٩٩ م کال نه تر ١١٠٢ م کاله پوری چينايانو په بحری تګ راتګ کښی قطب نما استعمالوله ٠ يو بل مثال دا و چه يو چينی تجار له کوريا څخه خپل وطن ته د ستنيدو نه وروسته په خپل سفری يادداشت کښی ليکلی چه ماښام بيړۍ په بحر کښی نشي پاتی کيدای خو په شپه د ستورو سره سم حرکت کوی ٠ که شپه تپه تياره او اٌسمان وريځ وی نو د قطب نما په وسيله د بيړۍ تګ لاره تشخيص کولی شي ٠ دا په بحر

پيمايی کښی د قطب نما د استعماليدو لومړی يادونه ده ٠ خو اروپا په ١٢٠٠ م کال کښی په دی باب يادونه کړی وه ٠