د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان د سنا مجلس رييس احـمد ميان سومرو د جولاي په ٢٣ نيټه په اسلام اباد کی د چينايی خبريالانو سره د ګډې مرکی په ترڅ کی وويل چه پاکستان به له چين سره خپل اقتصادی همکاری نورهم پياوړی کړی .
د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملي کميټې د رييس جيا چينګ لين په بلنه به رييس سومرو د جولاي په ٢٤ نيټه د هغه هيواد د سنا مجلس د هيات په مشرۍ چين ته رسمی سفر وکړی . سومرو چينايی خبريالانو ته وويل چه پاکستان او چين په سياسی ساحه کی ځانګړی او خاص دوستانه روابط لری . هغه د چين د لا زياتو صنعتی تصديو هرکلی کوی چه په پاکستان کی پانګه واچوی تر څو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادی همکارۍ روابطو ته چټکتيا ورکړی شی .