. دسين هوا اژانس دخبر له مخی د ناتو بلاک د جولای په دريويشتمه نيټه فيصله وکړه چه افغانستان ته د هسپانيی له اتو سوو تنو او د ايتاليی له يوزر تنو عسکروڅخه جوړ شوی سوله ساتی فوځ وروليږی، څو چه په افغانستان کښی د جمهوری رياست انتخابات چه د روان کال داکتوبر په مياشت کښی به پر ځای شی، په سالم ډول تر سره شی .د ناتو بلاک په يوه اعلاميه کښی وويل چه دغه سوله ساتی فوځ به د سپټمبر د مياشتی نه مخکښی افغانستان ته داخل شی او هلته به د اتو هفتو دپاره مبشته وی . اوس د ناتو بلاک ترلارښوونی لاندی سوله ساتی فوځ په افغانستان کښی شپږ زره پنځه سوه تنه عسکران لری ، دو ی په کابل او کندوز کښی دامنيت د ساتلو کار په غاړه لری او د بين المللی امدادی پرسونلو دپاره دامنيت ضمانت برابروی او د افغانستان له بيا رغاونی سره مرسته کوی .