<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-24 19:56:04    
په دوبي کې د تودوخي په ضد څه تجويزونه

cri

د عالمانو د ازمويني څخه ثابته شوي چه په وچه هوا کې انسان د سانتي ګراد په دوه اويا درجو کې د يو ساعت له پاره ، د سانتي ګراد په دوه اتيا درجو کې د نهه څلويښتو دقيقو له پاره زغمل کيږي او د ساتنې ګراد په يو سلو څلويښتو درجو کې شپږ ويشت دقيقي زغملي شي ٠ په داسي حال کې چه بدن د ګرمي سره مسقيم تماس نه لري او هوا بيخي وجه ده همداشان هوا ښه رسولي شي ٠ انسان حتي د سانتي ګراد په يو سلو شپيتو درجو کې لږ څه وخت تحملي شي ٠ نو له دي څخه ثابيتيږي چه انسان د تودوخي د تحمل قوت ډير قوي دي ٠ د دوبي د تيرولو په غرض دتودوخي په ضد څه تجويزونه شته ٠ په دوبي کې د سختي تودوخي په ضدد خپل قوت د پياوړتيا له پاره بايد لومړي لاندنيو ټکو ته متوجه شي ٠ له دي امله چه په دوبي کې انسان زياتي خولي کوي ، نو بايد هغه اوبه وڅښي چه لږ مالګه پکې وي ٠ څو چه د اوبو او مالګې په نسبت د بدن اړتيا پوره شي ٠ دغه راز هم کولي شي چه د مۍ په ښوروا وڅښي ، دا هم د تودوخي د مخنيوي له پاره يو ډول ډير ښه خوراک دي ٠ خصوصأ د شين چاي څښل د ګرمي د ليري کولو له پاره ډيره ګټه لري ٠ په دوبي کې جوش شوي شين چاي ورو ورو وڅښي خولي ښه وتلي شي او د ګرمازدګي مخه ونيول شي ٠ بله خبره دا ده چه په دوبي کې له دي امله چه زياتي خولي تويږي ، نو بدني قوت زيات ضايع کيږي ، نو د صيحت د روغتيا د ساتنې له پاره د خوراکونو غذايت ته متوجه وي ٠ په دي موسم کې بايد ډير البومين او ويتامين لرونکي خوراکونه لکه غوښه ، هګۍ، شيدي ، تازه ميوي او سبځي وخوري او په عين وخت کې دي د خوراک حفظالصيحه تر پاملرنې لاندي راشي ٠ برسيره پر دي په دوبي کې بايد د خوت وخت پوره شي ٠ همداشان کله چه بهر ته ځي ، بايد د لمې د وړانګې څخه ځان وژغورل شي ، دغه راز بايد هره ورځ بدن مينځي او پوستکي پاک وساتل شي څو چه خولي ښه وتلي شي ٠ د توجه وړ بله خبره دا ده چه په دي موسم کې بدني ورزش هم د صيحت له پاره ډير ګټور دي ٠