په افريقا کی د چين د کلتوري فعاليت افتتاحيه درانده مراسم د جولاي په ١٣ مه نيټه د جنوبي افريقې د مرکز پريتوريا په دولتي تياتر کی پر ځاي شول ٠
د چين د کلتور وزير ښاغلی سون جيا ځنګ په افتتاحيه مراسمو کی وويل چه په افريقا کی د چين کلتوري فعاليت به په ١١ افريقايي هيوادوکی پر ځاي شي او د چين او افريقې د همکاری د فورم يعني د اديسيابابا د عملياتي پلان يوه مهمه برخه ده او د چين او افريقې تر منځ د متقابل تفاهم او دوستی د لا پسي زياتوالی لپاره د چين له خوا غوره شوي نوی تدبير دی ٠
هغه وويل چه چيني ملت د ٥ زرو کالو لرغوني تمدن تاريخ لري چه د ختيځ لرغوني او غني کلتور يي بنسټ ايښی دی٠ افريقا د بشري تمدن له سرچينې نه شميرل کيږي او د افريقې کلتور او هنر د زياتې حياتي قوې او اغزمني قوې په لرلو سره د اوسنی زمانې د نړيوال کلتوري او هنري انکشاف يوه مهمه سرچينه ده ٠ د کلتوراو هنر په ساحه کی د چين او افريقې تر منځ دوستانه تګ راتګ او يو له بل څخه زده کړه نه يوازي د چين او افريقې تر منځ د دوستی او دوستانه همکاری د انکشاف د پر له پسي پرمخبيولو لپاره ، بلکي د نړيوال کلتور د تنوع د ساتنې او پرمختګ لپاره هم ګټه لري ٠
د جنوبي افريقې د هنر وزير جادن په مراسمو کی وويل چه د جنوبي افريقې او چين تر منځ روابط اوس مخ پر پياوړي کيدو دي ، په افريقا کی د چين کلتوري فعاليت
ددې روابطو د پرمخبيولو لپاره يو مهم کوشش دی ٠ د جنوبي افريقې خلک به په افريقا کی د چين د کلتوري فعاليت له لاری د چين د هنر له ښکلا نه برخورداره شي او د چين د رنګارنګ کلتورڅخه به معلومام تر لاسه کړي ٠د جنوبي افريقې هنرمندان به د چين نوموړي فعاليت ته مثبت ځواب ور کړي او د جنوبي افريقې هنر به د چين خلکو ته وړاندی کړي ٠
په افتتاحيه مراسمو کی ، د چين د خونان ولايت د سندرواو نڅاو هيات او د چين د يون نان ولايت د اکروباتيک هيأت په ګډه سره د نڅاوو ، موزيک او اکروباتيک په شمول يو لوي کنسرت وړاندي کړ ، له ښادۍاوخوشحالۍ نه د ډکو هنري پروګرامونو له لارې د جنوبي افريقې نژديو زرو تنو ننداره چيانو په پوره توګه د چين د هنر ي استعدادونو په هکله معلومات تر لاسه کړل او په دولتي تياتر کی کله کله د تودو چکچکو اوازونو سره يي هر کلی کاوه ٠
په افريقاکي د چين د هنري فعاليت د يوې بلې مهمې برخې په توګه، د چين د موسيقي الاتو او عکاسۍ نندارتون هم په دې ورځ کي د پريتوريا په هنري موزيم کی پرانيستل شو ٠