د سين هوا اژانس د خبر له مخي ، د پاکستان د اطلاعاتو او مطبوعاتي ذرايعو د انکشاف وزير شيخ رشيد احمد د جولاي په ٢٤ مه نيټه په اسلام اباد کی وويل چه پاکستان عراق ته د عسکرو د ليږلو دري شرايط لري ٠
رشيد په مطبوعاتي غونډه کی وويل چه دغه دري شرايط دا دی ،لومړي ،د عراق موقتي حکومت په رسمي توګه پاکستان ته د عسکرو د ليږلو غوښتنه وړاندي کړي ، دوهم ، نور اسلامي هيوادونه هم عراق ته عسکر ور وليږي ، دريم ، د پاکستان پارلمان منظوري وکړي چه حکومت عراق ته عسکر ور وليږي ٠
وزير رشيد دا خبر تائيده کړه چه د پاکستان حکومت به عراق ته د عسکرو ليږلو يا نه ليږلو په باب د پريکړې کولو په وخت کښی ملی او دولتی ګټو ته لومړی اهميت ورکړی٠
د تير کال د جولاي په مياشت کی ، امريکې ته د پاکستان د جمهوررييس پرويز مشرف د سفر په وخت کی ، امريکې له پاکستان نه غوښتنه کړي وه چه عراق ته يو لس زره تنه لرونکي فوځ ور وليږي څو چه د امنيت د ساتنې په برخه کی له عراق سره مرسته وکړي ٠ خو دغه غوښتنه د پاکستان د مسلمانو ولسو له ټينګ مخالفت سره مخامخه شوي وه ٠