د سين هوا اژانس د خبر له مخي ، د پاکستان د نظامي مقاماتو نطاق بريد جنرال شوکت سلطان د جولاي په ٢٤ مه نيټه وويل چه د پاکستان امنيتي څانګی د جولاي په ٢٣ مه نيټه بيا د پاکستان د ذروی ګوليو د پلار عبدالقادر خان د ذروي خپريدو په بدنامی مظنون دري تنه عالمان خوشي کړيدي ٠ سلطان وويل چه د پاکستان امنيتي څانګې د جولاي په ٢٣مه نيټه د ذروي عالم ناضر احمد او د عبدالقادر خان دوه مرستيالان چه د پاکستان په ذروي لابراتوار کي يي کار کړي و خوشي کړيدي ٠ هغه وويل چه د ذروي خپريدو په باب بدنامی اوس لا هم تر څارني لاندی ده او که ضرورت ولري ، دغه خوشي شوي کسان به هر وخت د پلټنې لپاره بيرته وغوښتل شي ٠
|