<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-25 19:03:52    
د چينايانو منځنی عمر به سلو کالو ته ورسيږی .

cri

د نړۍ د نفوسو داټکل په باب هغه راپورکښی چه په دی وروستيو وختونو کښی د ملګرو ملتو له خوا وړاندی شوی، ويل شوی چه تر ٢٠٣٠ کاله پوری به د چينايانو منځنی مطلوب عمر سلوکالو ته ورسږی چه په دی جمله کښی د نارينه و منځنی عمر به اته نوی کاله وی او د ښځو منځنی عمر به يوسلويوکلن وی .د جاپان ښځی د يوسلو اته کالو په منځنی مطلوب عمر سره په نړۍ کښی د اوږد عمر خاوندی وی .د ٢٠٣٠ کال دپاره د نړۍ دنفوسو داټکل په باب هغه راپورکښی چه دملګروملتو د اقتصادی او ټولنيزو چارود نفوسو د رياست له خواوړاندی شوی دی ، د ټولی نړۍ د نفوسو د راتلونکی بدلون د علمی اټکل څخه څرګنده شوی چه تر ٢٠٣٠ کاله پوری به دچين د نفوسو عمومی حجم د يو ملياردو څلورو سوو پنځوسو مليونوتنو څخه واوړی او د هند نفوس به په ٢٠٦٥ کال کښی خپل اوج ته ورسيږی او له يو ملياردو پنځه سوو اوه پنځوسو مليونوتنو څخه به واوړی .په راپور کښی اټکل شوی چه چين به په ٢٠٥٠ کال کښی هغه جګه خولۍ هند ته ورکړی کوم چه وايی د چين نفوس په نړۍ کښی تر ټولو نه ډير زيات دی .

په راپور کښی ويل شوی چه د ژواندانه د کيفيت داوچيتيدو او د طبی تخنيکونو د ترقۍ له کبله د بيلا بيلوهيوادو د هر يو تن په سر منځنی عمر به په بيلا

بيلی اندازی سره لوړ شی او په هغه وخت کښی به د سپين ږيرو او سپين سرو مسئله د نړی يوه مشکله مسئله وګرځی .

د انګليستان د تايميز ورځپاڼی لږه موده دمخه د يوی مقالی په خپرولو سره وويل چه له يوی تازه څيړنی نه دا موندل شوی ده چه هغه هيوادوال چه د عقل له لحاظه په نړۍ کښی ډيرلوړ دی ، په چين، سينګاپور، د کوريا په جمهوريت او جاپان کښی ژوند کوی . برسيره پردی د دولت د اقتصادی ودی ښه والی او بدوالی د نوموړو هيوادو د هيوادوالو د عقل د لوړوالی او ټيټوالی سره زياته رابطه لری .