<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-25 19:06:22    
په کابل کی کونډې نان بايانې

cri

هره ورځ د سهال له ٦ بجو نه د مازيګر تر ٤ بجو پوري، ښځه ليلوما هميشه د ډوډۍ پخوونکي تختې په اړخ ناسته ده او بي له ځنډه په ګوتو په خامو ډوډۍ باندې سوري کوي څو چه ډوډۍ د پخيدو په جريان کی نه پړسيږي ٠ د ښځې ليلوما په شان د نورو ١٢ تنو همکارانو خپل خاوندان هم د افغانستان په مسلسلو ٢٣ کلنو جګړو کی مړه شول ، نو خلک دوي ته کونډی نان بايانې وايي ٠

په کابل کي جملتأ ٢١ داسي تنورخانې شته چه په ١٩٩٦ کال کي د خوراکي نړيوالې موسسې په مالي مرسته جوړي شوي او حتي د طالبانو د تسلط په موده کی هم نه دي تړل شوي ٠

د ليلوما تنورخانه د کابل په جنوبي اطرافو کی واقع ده ٠ دغه سيمه د بمبارۍ په اثر بيخي ورانه شوي او په شاوخوا کي يي کنډوالي ليدل کيږي ٠ تنورخانه ١٠ متره اوږدوالی او ٤ متره پلنوالی لري او يو پر دريمه برخه يي د تنور خونه ده ٠

په دی تنورخانه کی هره ښځه خيل کار لري ٠ د اوړو له راوړلو نه تر ډوډۍ پخولو پوري تمام جريان منظم دی ٠ څرنګه چه خوراکي نړيوالې موسسي مقرر کړي چه د هرې خامې ډوډۍ وزن بايد ٤٧٠ ګرامه وي او د هری پخې ډوډۍ وزن بايد له ٤٠٠ ګرامو نه کم نه شي ، نو يوه ښځه په خاصه توګه خامې ډوډۍ او پخې ډوډۍ تلي ٠

له ١٣ تنو نان بايانو څخه د هری يوې کيسه له بدمرغۍ نه ډکه وه ٠

٥ کاله دمخه يوه شپه ، يو بم د ليلوما په کور وچاود او خاوند يي د بم د چاودنې په اثر مړ شو ٠ هغه له خپلو ٥ اولادونو سره په يوه پاتي شوي کوټه کي اوسيدل ٠ ليلوما اول د زردالوګانو د تخمونو د پروسيس کولو په يوه کارخانه کی کار کاوه او هره ورځ يي نيم امريکايي ډالرعايدات درلودل چه ټوله کورنۍ ور باندي سختي شپې ورځې تيرولې ٠ يو کال دمخه هغه دغې تنورخانې ته راغله او اوس د هرې ورځې عايدات يي دري امريکايي ډالره دي ٠ که څه هم د کورني غړي هره مياشت يوازي يو وار غوښه خوري ، خو ژوند يي تر پخوا نه ښه شويدی ٠

ليلوما د چين خبريالې يون لي ته وويل چه اوس زه لږ تر لږه مکتب ته د ماشومانو درسي فيس ور کولي شم ٠ زه پخپله بي سواده يم ، خو هيله منه يم چه ٥ اولادونه می درس لوستلي شي ٠

ليلوما او ددې همکارانې ټولې هيله لري چه د افغانستان اوسنی سوله ايز ژوند د تل لپاره وساتل شي ٠ ٥٠ کلنه بيبايګو د تنور په مخ کی نان پخول ٠ کله چه د جګړې دغه کلمه يي واوريدله ، په لاس کی نيول شوي لرګين بېل يي کيښود او په هيجان او لوړ اواز يي وويل چه زه هره ورځ خدای ته دعا کوم چه افغانان نور نو جګړه و نه کړي ٠ زه له جګړې نه ډيره کرکه لرم ، هيله ده چه افغانستان له وسلو نه بيخي پاک شي ٠

ددوي لپاره يو بل خوشحال کار د طالبانو سرچپه کيدل دي ٠ دوي نور نو ضرورت نه لري چه په پټ ډول او په ډيره ويره يي کار کاوه ٠ د طالبانو د تسلط په وخت کی بي د طبي چارو نه ښځو هيڅ کارونه نه شول کولي او ښځې يوازي د نارينه وو خپلوانو په بدرګه دباندی تللي شوې ٠خو دغو کونډو د ژوند لپاره مجبورأ د خطر سره سره په بهر کی کار کاوه ٠

ښځه کوپله سږکال ٤٠ کلنه ده او د طالبانو د تسلط په وخت کی يي هر سهار د خپل زوی په بدرګه تنورخانې ته تله ٠ يوه ورځ طالبانو په لاره کی ددوی مخه ونيوله او بي د هيڅ دليله يي د توپک په واسطه دوي ووهل او ددوی بايسکل يي هم غصب کړ ٠

کوپله وويل چه اوس مونږ نور نو انديښنه نه لرو چه څوک ناڅاپه زمونږ کور ته داخل شي ، مونږ ووهي او يا مونږ توقيف کړي ٠ زما زوی هم نور نو په کار نه دی چه زما د بدرګی لپاره هره ورځ سهار وختي له خوبه پاڅی ٠

دغه تنورخانه هره ورځ ١٣٥٠ دانې ډوډۍ پخوي او ٢٧٠ کورنيو ته ويشي ، نو ټولې ١٣ تنه ښځې يوازې بې له ځنډه کار وکړي ، خپله وظيفه سر ته رسولي شي ٠

ښځې ليلوما وويل چه که څه هم دلته کار ډير دروند او ستړی دی ، خو هيله لرم چه د تل لپاره دلته کار وکړم ٠ زما خاوند مړ شو ، که زه کار و نه کړم ، زمونږ کورني څنګه ژوند تيروي ؟ يوازنې هيله مي دا ده چه وروسته به افغانستان له جګړې نه ليري شی او زما اولادونه د داکتر او انجنير په شان ماهيران وګرځي څو چه زما پاتي عمر په ښه ژوند کی تير شي ٠