<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-26 18:14:36    
په چين کښی د موټرونو بازار دموټر جوړولو دخارجی سوداګرانو توجه ځانته راجلبه کړی ده .

cri

 

لږه موده دمخه د المان د موټر جوړولو د صنعت ټولنه د يو هيات په مشرۍ چين ته راغلی دی او مشتريانو ته يی دالمان موټرونه معرفی کړل . د نوموړی ټولنی عمومی مدير پروفيسر بيرند ګاڅچالک وويل د موټرونو د تخنيکونو او اصلاحاتو په برخوکښی مونږ د نړۍ په مخکښنی کتار کښی ولاړ يو . په راتلونکی وخت کښی به دالمان د موټر جوړولو صنعتی څانګه په چين کښی خپلو تجارتی فعاليتونو ته نورهم چټکتيا ورکړی او په مداومه توګه به صادقانه همکارۍ وکړی ،څو چه دچين مشتريان د لومړۍ درجه او لوړ کيفيت لرونکی موټر دچلولو حق لاس ته راوړی .

چين ته دالمان دموتر جوړولو د صنعتی ټولنی د راتګ ښکاره مقصد دا دی چه غواړی د خپلو موټرونو په واسطه له نورو هيوادونو سره سيالی وکړی او دچين دموټر په بازار کښی ددوی سهيمه زياته کړی . ډير پخوا د المان موټرونه دچين دموټرونو بازار ته داخل شوی وو .د وارداتی موټرونو نه پرته يوازی په هغو دوو مليونو عرادو موټرونو کښی چه هرکال په چين کښی توليديږی ، څه دپاسه اوه لکه المانی موټرونه موجود دی . د بی . ايم .دبليو ډلی د تيرکال په پای کښی په ګډه پانګه په چين کښی تصدۍ جوړه کړه ،اوس يی مشتريانو ته پنځه نوی ډوله موټرونه وړاندی کړی دی او تود بازار لری .د نوموړی تصدۍ عمومی مدير ښاغلی پريسلير وويل چه

مونږ غواړو چه په چين کښی د لوکسو او ډيرو ښو موټرونو د جوړولو سوداګران وګرځوو ، مونږ غواړو چه دچين له بازار سره يوځای مخ په وړاندی لاړشو .

د ولکسواګون ډله په چين کښی د موتر جوړولوپه ټولو المانی سوداګرانو کښی اصلی قوه ګنله کيږی ، په چين کښیپه يوه موده کښی نيمايی موټرونه د نوموړی فابريکی له خوا جوړ شوی دی ، د اودی نومی موټرونه څو کاله دمخه دچين د مشرانو او لارښوونکو کادرانو تراستفادی لاندی وو . په دی نژديو وختونو کښی ددايملير کريسلير شرکت په چين کښی دموټر په جوړولو هم پيل کړ ی دی .

د امريکی موټرونه هم چين ته داخل شوی دی . دموټرونو په هغه بين المللی نندارتون کښی چه په تيره مياشت کښی په بيجينګ کښی پر ځای شو، دامريکی د فورد شرکت يو پنځوس ډول ډول موټرونه تماشاکونکو ته ايښودل شوی دی .نن ورځ موټر لرونکی بيړۍ په هره دوو هفتو کښی د يو وار دپاره دچين په بندرکښی لنګر اچوی ، په چين کښی ددوی د تصدۍ له خوا د توليد او پلورل شويو موټرونو اندازی هم کال په کال زياتی شوی دی .د فورد د شرکت د عمومی مديرمرستيال سی ګوځينګ زمونږ د راډيو خبريال ته وويل په چين کښی دفورد حالات ډير ښه دی . دروان کال له جنورۍ نه تر اپريل پوری د موټرونو د پلورلو اندازه په سلو کښی دوه سوه زياته شوی ده . روان کال مونږ د شرکت د ودی په مقابل کښی ډير خوشبين يو .

دچين د موټر د صنعتی ټولنی د يوه تازه راپور له مخی په نړۍ کښی د موټر جوړولو عمده شرکتونه چين ته داخل شوی دی او په پرله پسی ډول يی په چين کښی لا زياتی پانکی اچولی دی چه په دی جمله کښی بين المللی شرکتونه په چين کښی

دجوړ شويو تصديو له لاری دچين د موټرونو په بازار کښی په سلو کښی نوی برخه نيولی ده .

دچين د موټرونو بازار ولی د موټر جوړولو د خارجی سوداګرانو توجه ځانته راجلبولی شی ؟ په دی وروستيو وختونو کښی د چين د اقتصاد د چټک انکشاف او دخلکو دژوند د پرله پسی لوړوالی په نتيجه کښی موټرونو ته دچين د بازار اړتياوی ورځ په ورځ زياتی شوی دی . اوس موټرونه دمهمولی خلکو کورونو ته داخل شوی دی .تيرکال په چين کښی يو مليون او دوه لکه عرادی شخصی موټرونه زيات شوی دی .دموټر جوړولو خارجی سوداګران په چين کښی خپله فابريکه جوړوی او چينايانو ته د ډول ډول موټرونو د وړاندی کولو دپار ه کوشش کوی څو چه چينايان د خپلی خوښی وړ موټرونه انتخاب کړی او خپل ژوندهم غنی کړی .