د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ،د افغانستان په وخت د جولاي په ٢٦ نيټه د غرمی نه وروسته د ٥ بجو په شاوخوا کی په کابل کی د افغانستان د جمهوريت روغتون په کين اړخ اصلی ودانی ناڅاپه ونړيدله او په دي اثر څه د پاسه ٣٠ تنه افغان کارګر چه په کار بوخت ؤ ، تر کنډوالې لاندي پاتی شول چه په دی جمله کی ٢٢ تنه بچ شوی او نور دوه تنه له بدمرغه مړه شوی دی . اوس له نوموړی کنډوالی څخه دکارګرو د لټونی او نجات کار لا هم روان دی او د دی پيښی د علتونو په پلټنی او تحقيقاتو لاس پوری شوی دی . له هغو ٤٠ تنو چينايی کارګرو څخه په هماغه وخت په کارونو بوخت ؤ ، يوازی دوه تنه سپک زخم او نور په امن پاتی شوی دی .
نوموړی روغتون د چين په مرسته جوړشوی او د پيښی نه وروسته په افغانستان کی د چين لوی سفير سون يو شی سمدلاسه نوموړی ځای ته ورغی او د چينی خوا له اړوند شرکت سره د پيښی په اړوند د کارونو په هکله مشوره وکړه .