<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-27 09:54:15    
د افغانستان د جمهوريت روغتون په کيڼ اړخ اصلی ودانۍونړيدله او په دی بدمرغه پيښه کی څوتنه ټپيان او نور دوه تنه مړه شوی دي . ( ٢)

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ،د افغانستان په وخت د جولاي په ٢٦ نيټه د غرمی نه وروسته د ٥ بجو په شاوخوا کی په کابل کی د افغانستان د جمهوريت روغتون په کين اړخ اصلی ودانی ناڅاپه ونړيدله او په دي اثر څه د پاسه ٣٠ تنه افغان کارګر چه په کار بوخت ؤ ، تر کنډوالو لاندي پاتی شول چه په دی جمله کی ٢٢ تنه بچ شوی او نور دوه تنه له بده مرغه مړه شوی دی . له هغو ٤٠ تنو چينايی کارګرو څخه چه په هماغه وخت کی په کارونو بوخت ؤ ، يوازی دوه تنه سپک ټپی شوی او نور په امن کی پاتی شوی دی .

نوموړی روغتون د چين په مرسته دجوړيدو په حال کی ؤ او د پيښی نه وروسته په افغانستان کی د چين لوی سفير سون يو شی سمدلاسه نوموړی ځای ته ورغی او د چينی خوا له اړوند شرکت سره د پيښی په اړوند د کارونو په هکله مشوره وکړه . د سفير سون په قول ، دناوړه تعميراتی  کيفيت له امله د نوموړی روغتون اصلی ودانۍ اصلأ يوه خطرناکه ودانی وه .د چينی خوا د اصلی پلان سره سم به د نوموړی پخوانی ودانۍ پر ځای يوه پوره نوی ودانۍ جوړه کړی شی ، خو دغه پلان د افغان لوری لخوا رد شو او يوازی دی ته اجازه ورکړې شوی وه چه نوموړی اصلی ودانی تر ترميم او ټينګيدو لاندی راوستل شی . اصلی ودانی چه نړيدلی ده ، د بسته کاری او ټينګيدو په حال کی وه .

د بل خبر له مخی ، په محلی وخت په هماغه ورځ د سهار په ١١ بجو په کابل کی يوه وړه زلزله وشوه . د کاری ځای د کارګرو او پلټونکو د اټکل سره سم ، ډير امکان شته چه نوموړی زلزله د ودانۍ د نړيدو يو مهم علت وی . امأ اوس له کنډوالی څخه دکارګرو د لټونی او ژغورنې کار هم روان دی او د دی پيښی د علتونو په پلټنی او تحقيقاتو لاس پوری شوی دی .