د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان حکومت د جولای په ٢٦ نيټه په يوه بيانيه کښی د عراق له وسله والو کسانو څخه غوښتنه وکړه چه د پاکستان يرغملان خوشی کړی٠
د پاکستان د خارجه چارو د وزارت نطاق مسعود خان په نوموړی بيانيه کښی وويل چه د پاکستان دوه تنو تښتول شويو يرغملانو يوازی د خارجی مزدورانو په حيث په عراق کښی کار کاوه او له بين المللی سياست سره يی هيڅ اړيکی نه درلود٠
د پاکستان انجنير رضا ازاد او موټرچلوونکی سجاد نعيم چه د منځنی ختيځ د يوه صنعتی ډلې دپاره يی کار کاوه ، په ٢٣ نيټه بغداد ته د تللو په لاره کښی د وسله والو کسانو لخوا وتښتول شول٠ د تښتوونکو په نظر دوی په عراق کښی د امريکايی پوځ دپاره کار وکړ ، نو په تلويزونی فلم کښی يی په ګواښ سره وويل چه دوی به ووژنی٠ دغه راز تښتوونکو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه هم وکړه چه عراق ته پوځيان و نه ليږی٠