<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-27 18:34:17    
حامد کرزی او نور يو شمير شخصيتونه به د افغانستان د جمهوری رياست په انتخاباتوکښی برخه واخلی

cri
 د افغانستان په لويو انتخاباتو کښی د جمهوريئس د کانديدانو د نومونو د ثبتولو فعاليت د جولای په ٢٦ مه نيته پای ته ورسيد ٠ د انتقالی دولت د اوسنی ريئس حامد کرزی ، د پوهنی د پخوانی وزير يونس قانونی او د شمالی قواوو د قوماندان عبدالرشيد دوستم په شمول څه دپاسه شل تنو شخصيتونو په دی سيالی کښی د ګډون کولو دپاره خپل نومونه ثبت کړی دی ٠ د پلان له مخی به لوي انتخابات د راتلونکی اکتوبر په مياشت کښی ترسره شي او د کانديدانو نومونه به يی د روانی مياشتی په ٢٩ مه نيټه په مفصل ډول اعلان شی ٠ د جولای ٢٦ مه نيټه د جمهوريئس د کانديدانو د نومونو د ثبتولو وروستنی ورځ وه ٠په دی ورځ د دولت ريئس حامد کرزی په رسمی توګه خپل نوم ثبت کړ چه په دی توګه هغه د افغانستان د نوی جمهوريئس په کانديدانو کښی وشميرل شو ٠ حامد کرزی د دولت د ريئس مرستيال عبدال کريم خليلی او په روسيه کښی د انتقالی حکومت لوی سفير او د شمالی اتحاد د پخوانی مشر احمد شاه مسعود ورور احمد ضياٌ مسعود د خپلو مرستيالانو په توګه معرفی کړل څو چه د جمهوريئس د ٢ مرستيالانو د څوکيو د ترلاسه کولو په سيالی کښی برخه واخلی ٠ حامدکرزی په همدی ورځ په مطبوعاتی غونډه کښی هيله وکړه چه ټول افغانان ددوی دغه انتخاباتی ډله ومنی او دوی ته موافقی رايی ورکړی ٠ د نورو څه دپاسه شلو کانديدانو څخه د پوهنی پخوانی وزير يونس قانونی او د شمالی قواوو قوماندان عبدالرشيد دوستم هم په دی سيالی کښی د توجه وړ کسان دی ٠ قانونی په تاجيکی قوم پوری اړه لری ٠ هغه د شمالی اتحاد د پخوانی مشر مسعود وفادار پلوی دی اوهم په دی اتحاد کښی يو واکمن شخصيت بلل کيږی ٠ د ٢٠٠١ م کال په دسامبر کښی هغه د شمالی اتحاد د هيئت په مشرۍ د افغانستان د مسئلی په باب د بن په غونډه کښی ګډون کړی و ٠ قانونی د جولای په ٢٦ مه نيټه د پوهنی د وزير له وظيفې نه استعفا وکړه څو د جمهوری رياست په انتخاباتو کښی د کانديد په حيث برخه واخلی ٠ هغه په مطبوعاتی غونډه کښی وويل چه د افغانستان عمده لارښوونکی مشران ور څخه ملاتړ کوی ٠ او د مسعود يو بل ورور هم دده پرخوا ولاړ دی ٠ د خبر ځای په قول د افغانستان د انتقالی دولت د جمهوريئس لومړی مرستيال او د ملی دفاع وزير محمد قسيم فهيم او بهرنی وزير عبدالله هم د قانونی ملاتړ کوی ٠ د تحليلوونکو په نظر د افغانستان د عمده وو مشرانو په ملاتړ قانونی د کرزی په مقابل کښی يو تهديد بلل کيږی ٠ بل سيالی کوونکی عبدالرشيد دوستم د ازبکی قوم نظامی قوماندان دی ٠ دده په مشرۍ وسله وال مليشی د شمالی اتحاد يوه برخه ده چه د طالبان د رژيم د نسکورولو په بهير کښی يی مهم رول لوبولی ؤ ٠ د دوستم قوت د مزارشريف په سيمه کښی مطلق حيثيت لری ٠ دده نطاق د جولای په ٢٢ مه نيټه په يوه غونډه کښی وويل چه دوستم به په راتلونکو لويو انتخاباتو کښی د جمهوريئس د کانديد په حيث ګډون وکړی ٠ او هيله يی وکړه چه لا زيات خلک ور څخه ملاتړ وکړی ٠ د عامه افکارو په نظر نور کانديدان به يوازی يوه برخه رايی ترلاسه کړی شی خو دحامد کرزی تفوق به و نه شی کم کړی ٠ په عين حال کښی د حامد کرزی په لاس جوړه شوی انتخاباتی ډله په دی هڅه کښی ده چه د اوږدی مودی نه راهيسی د افغانستان په داخل کښی د بيلا بيلو قبايلو تر منځ موجود خړپړ حالات بدل کړی چه دا د بيلا بيلو قبايلو او سياسی ګوندونوتر منځ د روابطو د برابرۍ او د محلی قوماندانانو له خوا د هيواد د اداره کولو د افغانستان د بد نوم د لری کولو دپاره ګټه لری او په دی انتخاباتو کښی د لا زياتو موافقو رايو ترلاسه کولو دپاره فايده لری ٠ نو ويل کيږی چه حامد کرزی به بالاخره په دی لويو انتخاباتو کښی بری ترلاسه کړی ٠