<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-27 19:29:17    
د افغانستان داسلامی انتقالی دولت رئيس حامد کرزی د جمهوری رياست په عمومی انتخاباتو کښی دګډون کولو اعلام وکړ

cri
. زمونږ دراډيو دخبريال د خبرله مخی د افغانستان داسلامی انتقالی دولت رئيس حامد کرزی د جولای په شپږ ويشتمه نيټه اعلام وکړ چه دافغانستان د جمهوری رياست په هغو عمومی انتخاباتو کښی ګډون وکړی کوم چه ټاکل شوی دی، دروان کال داکتوبر په مياشت کښی به تر سره شی .دروانی مياشتی شپږويشتمه نيټه د افغانستان د جمهوری رياست دکانديدانو له خوا د ثبتولو اخری ورځ وه .په همدغه ورځ حامد کرزی په رسمی ډول اعلام وکړ چه هغه دجمهوری رياست په عمومی انتخاباتو کښی دګډون دپاره د رسمی ثبتولو کار تر سره کړی دی،اوس دی د افغانستان د جمهور رياست په انتخاباتو کښی د ګډون دپاره له رسمی کانديدانو څخه شميرل کيږی . درويتر اژانس د خبر له مخی په افغانستان کښی څه د پاسه شل تنه کانديدان به د جمهوری رياست دانتخاباتو په سيالی کښی ګډون وکړی چه په دی جمله کښی دافغانستان د اسلامی انتقالی دولت دپوهنی وزير يونس قانونی هم شامل دی . د خبرونو نه وروسته به تاسو په دی هکله يو مفصل راپور واوری .