د جون په ٢٧ مه نيټه د چين په مرکز بيجينګ کی د ښځو لپاره لومړنی روغتون پرانيستل شو ٠ په بيجينګ ښار کی له ٨ سوو نه زيات لوي او منځني عمومي روغتونونه ، د تصديو روغتونونه او فوځي روغتونونه شته ، نو د ښځو روغتون کوم خصوصيتونه لري او د عنعنوي نسايي او ولادي روغتونونو سره څه توپير لري ؟
ددې پوښتنې په لرلو سره زمونږ د راډيو خبريالې له دي روغتون نه ليدنه کتنه وکړه٠ د بهرني څيرې له نظره دغه روغتون د يوه کلب په شان دی ٠ د روغتون په لوي تالار کی مصنوعي غرني تيږی ليدل کيږي او د اوبو د بهير اواز اوريدل کيږي ٠ د لمبر وړانګی له ښيښه يي بام نه لوي تالار ته خوريږي او لوي تالار روښانه کوي٠
ټول طبي کارکوونکي په مسکا او نرم اواز له ناروغانو سره خبري کوي ، نو ناروغانې پکی صميمي احساس کوي ٠
ددې روغتون د رييس مرستيالې ميرمنې جاتينګ خبريالې ته وويل --- اواز --- زمونږ د روغتون د خدمت هدف هغه ښځې دي چه عمر يي له ١٦ کالو نه زيات دی او د خدمت پروګرامونه مو په بيلا بيلو څانګو پوري اړه لري ٠ زمونږ روغتون په نوي شکل ښځينه ناروغانو ته د طبي معاينې او علاج ، لومړي امداد ، په روغتون کی د
بستری کيدو او د طبي معلوماتو د ور کولو خدمتونه ترسره کوي ٠
د ناروغانو د ښه خدمت لپاره د ښځو روغتون هره ورځ يوازي ٣ سوه تنه ناروغانی مني او په عين حال کی روغتون داسي مقررات هم وضع کړيدي چه ډاکتر بايد د هرې ناروغی خبرو ته لږ تر لږه د ٥ دقيقو لپاره غوږ ونيسي او که داسي نه وی ، نو امکان شته چه ډاکتر به خپل کار له لاسه ورکړي ٠
ميرمن جا تينګ خبريالې ته وويل چه د ښځينه ناروغانو د واقعي حالت په نظر کی نيولو سره مو روغتون په نسايي څانګه او د تيو په څانګه کی ټولې ښځينه ډاکترانې استخدام کړي او د ښځود نسايي معاينې لپاره روغتون په لوړه
بيه په عصري وسايلو سمبال څو مترقي طبي کټونه اخيستي دي ٠ هغې وويل چه روغتون مو هم کولي شي چه د ناروغانو په کورونو کی ددوي خدمت وکړي٠
پرته له دي نه چه ناروغاني له لوړ کيفيت لرونکي خدمت نه برخورداريږي ، د ښځو روغتون هم د فزيلوژۍ ، روحي او ټولنې درو برخو نه د طبي علاج نوي مفهوم وړاندی کړيدی ٠ ميرمنې جا تينګ خبريالې ته وويل چه فزيلوژيکي ناروغی بدني ناروغی ده او روحي ناروغي د بدني ناروغی له امله رامنځ ته شوي مربوط رواني مسلې دي يا د بدني ناروغی د رامنځ ته کيدو له امله رواني علتونه دي ٠ ځيني ناروغانی په روغتون کی نه يوازي عادي طبي معاينه او علاج مدي، بلکي له رواني ډاکتر نه مرسته هم تر لاسه کوي ٠برسيره پردی ، روغتون ناروغانو ته د روغتيا ساتنې په باب معلومات هم ور کوي ٠
د روغتون د رييس مرستيالې ميرمن جا تينګ خبريالې ته وويل چه د ښځو روغتونونه په خارج کی د اداري کاميابې تجربي لري ،د چين په شانګهاي ، نان
جينګ ، تاي يوان او چان شان ښارونو کی هم په وار سره د ښځو روغتونونه پرانيستل شويدي ٠ د متخصصانو په نظر ، د ښځو د روغتونونو له پرانستلو نه څرګنده شوي چه ټولنې خپله پاملرنه د ښځو د طبي معاينې او د علاج شکل او محتوياتو ته اړولی ده ٠ خو د چين په نورو ښارونو کی په عمومي توګه
هغه ښځې د ښځو په روغتونونو کی طبي معاينه او علاج کولي شي چه اقتصادي عايدات يي لوړ اود لګښت روحيه يي غښتلې ده ٠ دوي غواړي چه د ښځو په روغتونونو کی له خاص خدمت نه برخورداري شي ٠