ددې لپاره چه د چين زلميان او کوچنيان عالي اخلاق ولري او د غيرقانوني نشرياتو نه ځان ليري کړي ، د بيجينګ د کتابونو لويې ودانۍ د جولاي له ٩ مې نيټې نه د بيجينګ د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو زده کوونکو ته په وړيا ډول د نابالغو کسانو د اخلاقي روزنې په باب يو لک جلده کتابونه وويشل ٠
د بيجينګ د کتابونو د لويي ودانۍ مربوط مسول وويل چه اوس د بيجينګ د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو زده کوونکي دوبني رخصتي تيروي ، نو دوي ته د نابالغو کسانو د اخلاقي روزنې په باب د کتابونو ويشل د دوبني رخصتۍ د فعاليت مقدمه ده او هم د زلميانو او کوچنيانو د عامه اخلاق په باب د هغو تعليمي عملياتو ډيړه مهمه برخه ده کوم چه د بيجينګ د کتابونو لويي ودانۍ د جون په سر کي پيل کړيدی ٠ د هغو کاميابو تجربو په اساس چه د بيجينګ د کتابونو لويي ودانۍ پروسږکال د دوبني رخصتۍ د فعاليت په باب کتابونه په وړيا ډول د بيجينګ د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو زده کوونکو ته ويشلي ، سږکال يي بيا د نابالغو کسانو د ايديالوجيکي او اخلاقي ودې په باب کتابونه چاپ کړيدي ٠ په دغو کتابونو کی د اخلاقي روزنې په باب د لرغونی او اوسنی زمانې کيسې او د نامتو شخصيتونو نصيحتونه ليکل شوي ، د عامه اخلاق په باب ښه کتابونه معرفي شوي ، د نابالغانو له خوا له ځان څخه د دفاع کولو په باب تمريناتي تصويرونه ، تشويق کوونکي خبرې
، د عامه اخلاق په باب يادداشتونه او داسي نور شامل دي ٠ کتابونه په دغو شکلونو سره د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو زده کوونکو ته د ورځني عملونو قاعدې تبليغوي او د عامه اخلاق په باره کي د زلميواو کوچنيو لوستونکو شعور پياوړي کوي ٠
د نابالغو کسانو د اخلاقي روزنې په باب کتابونه په رنګونو چاپ شوي ، هم تصويرونه او هم ليکونه لري ، د لوستلو ، زده کړې او يادداشت څو برخې لري چه عمومي شمير يي يو لک جلده دي ٠ د بيجينګ د کتابونو د لويي ودانۍ مسول وويل چه د روان کال د دوبني رخصتۍ په موده کي به دوي د زلميانو او کوچنيانو د عامه اخلاقي روزنی په باب نور راز راز فعاليتونه هم عملي کړي ٠