<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-28 09:48:25    
پاکستان د هند او پاکستان د ديالوګ له بهير څخه رضايت لری

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، پاکستان د جولای په اوويشتمه نيټه د هند او پاکستان د ديالوګ له بهير څخه رضايت څرګند کړ٠

د پاکستان د خارجه چارو د وزارت نطاق مسعود خان په همدې ورځ په يوه مطبوعاتی غونډه کښی وويل چه د پاکستان او هند ترمنځ ديالوګ له بيا پيل کيدو نه وروسته عادی مدار ته داخل شوی او سمې لوری ته انکشاف مومی٠ هغه وويل چه نړيوال بايد د دی ديالوګ د بهير د ګامونواو لورې په مقابل کی شک و نه لری٠ مسعود خان په يوه ټاکلی موده کی د کشميرد مسئلې د حلولو اهميت هم تائيد کړ٠

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په اوويشتمه نيټه دا خبر ورکړ چه له يوې نښې څخه څرګنديږی چه اوس د هند او پاکستان ترمنځ د ديالوګ بهير له کومې ستونزې سره مخامخ دی٠ دې ورځپاڼې د پاکستان د يوه مامور په قول وويل چه پاکستان د ديالوګ د بهير په باب د هند د پلان په مقابل کښی مايوسی څرګندوی٠ نو ځکه مسعود خان نوموړی خبرې وکړې٠