د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس مشرف او د انتقالي حکومت صدراعظم شجاعت حسين په دوه ويشتمه نيټه له عراقي وسله والو پرسنلو څخه غوښتنه وکړه چه دوه تنه پاکستاني يرغملونه خوشي کړي ٠ دواړو مشرانو وويل چه هغه دوه تنه پاکستانيان چه په در ويشتمه نيټه تښتول شوي ، د خپلي کورني د غريبۍ له امله د کار له پاره عراق ته لاړل ، نو هيله لري چه تښتونکي د بشر دوستۍ د روحيي سره سم دوي دواړه خوشي کړي ٠ په همدي ورځ د اردن يو شرکت اعلان وکړ چه د دغه شرکت دوو تنو تښتول شويو کارکونکوته د نجات ورکولو له پاره دغه شرکت به له عراق څخه وايستل شي ٠ دغه راز د مصر خارجه وزير ګيت وويل چه په عراق کې د مصري ديپلوماتانو د تښتول کيدو پيښه د مصر او عراق د روابطو پر پاليسيو باندې اغيزه نه شي اچولي او مصر به په عراق کې د ارامتيا او ثبات د ترسره کولو له پاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي
|