د جون شپږمه نيټه دچاپيريال د ساتنې د دري ديرشمې کاليزي د نړيوالي ورځې سره مصادفه وه ٠ په دي ورځ کې په بيجينګ کې په زرهاو ښاريانو د بيلا بيلو فعاليتونو په جوړولو سره د چاپيريال د ساتنې او د شين رنګ ژوند په باب عملي تبليغات وکړل او له دي لارې د خپل پلرني اجدادي کوراو کلي د پاکولو له پاره خپل خدمتونه ترسره کړي ٠ مثلأ په دي ورځ کې د بيجينګ د لويديځې سيمې د اوسيدونکو په ناحيه کې د چاپيريال دساتنې د دولتي عمومي اداري له خوا د شين رنګ اوسيدونکي ناحيي د ودانولو په نامه يو تبليغاتي فعاليت جوړ شو او په دغه فعاليت کې د اوبو د سپما کولو ، د کور د هوا دپاکولو او د خوراکونو د کيفيت د تامينولو په هکله خلکو ته زيات معلومات ورکړل شول ٠ دغه راز په همدي ورځ دکور د سينګارولواو د کور د هوا د ککړتيا د نظارت اتحاديه او اړونده کاري کميټه د چين د ملکي چارو د وزارت په منظورۍ په رسمي توګه جوړه شوې ده څو چه دچاپيريال د ساتنې ، د کور د هوا د ککړتيا د مخنيوي او د معياري ساخنماني موادو د استعماليدو له پاره د چاپيريال د ساتنې په هکله د خلکو ايډيالوژۍ پياوړي شي ٠ همدارز په همدي ورځ د نړيوال بام په نامه د جومولاما څوکۍ د چاپيريال د ساتنې لوي فعاليت چه د چين د غره ختلو د اتحاديي ، د چين د تبت د غره ختلو د اتحاديي او د موتورورا، هويپ او داسي نورو لويو بين المللي شرکتونو له خوا په ګډه سره ابتکار او تر تيب شوي وه ، هم په رسمي توګه په بيجينګ کې پيل شو ترڅو چه له دي لارې د ټولې نړۍ او ټولنې د دغې لوړې څوکۍ د چاپيريال ساتنې ته متوجه شي او د دغې څوکۍ پاکه څيره وساتل شي ٠