<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-28 19:24:31    
د حوي او خان قومونو جوړ شوي يوه نيکمرغه کورني

cri

چين د زياتو ملي اقليتونو لرونکي يو هيواد دي او د مختلفو قومونو عقيدې يي هم بيلا بيلې دي ٠ په چين کې اسلام ، بودا ، کاتوليک ، مسيح او داو پنځه لوي مذهبونه شته او بيلا بيل مذهبي معتقدين يي له سلو مليونو تنو ته اوښتي دي ٠ د دغو پنځو عمده و او لويو دينونو کې د اسلامي ، کاتوليکي او بودايي دين معتقدين نسبت نور نه ډير زيات دي ٠ اسلامي دين تقريبأ د ميلاد په اومه پيړۍ کې له عربي ټاپوزمې نه چين ته داخل شوي ٠ اوس په چين کې د حوي ، ويغوري او قزاقي قومونو په شمول د لسو قومونو خلک په اسلامي دين باندې عقيده لري او د معتقدينو شمير يي نژدي شلو مليونو تنو ته او جوماتونه يي پنځه ديرش زرو ته رسيدلي دي ٠

د چين په مرکز بيجينګ کې هم ډير مسلمانان اوسيږي ٠ د بيجينک د تونګ سه په ناحيه کې يو مشهور جومات هم شته چه څه د پاسه پنځه سوه کلن تاريخ لري ٠ د هرې اوني د جمعې په ورځ ډير چيني او بهرني مسلمانان د لمنځ له پار ه دغه جومات ته راځي ميرمن جيان سي هوا د حوي له قوم څخه ده او پر اسلامي دين باندې عقيده لري ٠ د خپلو نيکونو له نسل نه پيل تر اوسه پوري د هغې کورني په بيجينک کې اوسيږي ٠ د ميرمن جيان سي هوا خاوند د خان قوم سړي دي او کومه خاص عقيده يي نه لري ، دوي هم يو ه څوارلس کلنه لور لري ٠ په دي وروستيو وختونو کې زمونږ د راډيو خبريال د هغې کور ته ورغي او ور سره يي خبري وکړې ٠ د خپلې کورنې ژوند د يادولو په وخت کې ميرمن جيان وويل چه له دي امله چه زما او زما د خاوند عقيده يو شان نه ده ، نو امکان شته د ځينو خلکو په نظر زمونږ په ورځني ژوند کې به حتمأ ډير تضادونه پيدا کيږي ، خو په حقيقت کې دا سي نه دي ، هغې وويل چه زمونږ د کورني ژوند ډير ښه دي ، خاوند مې زما عقيدې او د ژوند عادتونو ته ډير احترام کوي او تر اوسه پوري زمونږ په کور کې د ژوند د عادتونو له امله هيڅ جنګ او جنجالونه نه دي رامنځ ته شوي ٠ له دي امله چه په بيجينګ کې قطعي اکثرا اوسيدونکې د خان په قوم پوري اړه لري ، نو په دي هکله خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چه په بيجينګ کې د ژوند په هکله کوم نا اسانتياوي شته ؟ ميرمن جيان وويل چه په بيجينک کې زمونږ ژوند ډير ښه دي ، په بازارونو کې زمونږ د مسلمانانو له پاره د اړتيا وړ هر شيان او خوراکونه اخيستل کيږي ٠ دغه راز په بيجينګ کې د مسلمانانو خاص خوراکي دکانونه ډير پيدا کيږي ٠ حکومت زمونږ ژوند ته ډيرې اسانتياوې برابري کړي دي ٠ د اړوند مذهبي ژوند او فعاليت د يادولو په وخت کې خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چه په مذهبي فعاليتونو کې ازادۍ لري که نه؟ ميرمن جيان خبريال ته وويل چه هر کال زمونږ د حوي قوم خپل خاص اخترونه او مذهبي فعاليتونه لري ، په دي هکله مونږ پوره ازادۍ لرو ، حکومت هيڅکله زمونږ په مذهبي فعليتونو کې مداخله نه کوي ٠ زمړنږ له پاره هيڅ مصيلت نه شته ٠ هغې وويل چه په دغو اخترونو او فعاليتونو کې حکومت او اړوندي څانګې تل مونږ ته ډيرې اسانتياوي برابروي ، د حکومت د مذهبي پاليسيو تر ملاتړ او حمايت لاندې هر کال مونږ ټول په ډيره خوشحالۍ سره زمونږ خاص اخترونو تيروو٠