د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د استراليا حکومت د جولاي په ٢٨ نيټه اعلام وکړ چې هغه به د افغانستان د عمومي انتخاباتو دپاره چې د اکتوبر په مياشت کې به پرځاي شي نور دوه مليونه استراليايي ډالره د بسپنې په توګه ورکړي ٠ د استراليا خارجه وزير اليکساندر دونر په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل نوموړي پيسې به د افغانستان د عمومي انتخاباتود مربوطو کارونو د ترسره کولو دپاره مصرفې شي ٠ د روان کال په فبروري کې استراليا د افغانستان د عمومي انتخاباتو دپاره دوه مليونه استراليايي ډالره ورکړي وو٠
|