<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-28 20:38:06    
ګل پاچا الفت

cri

ګرانو دوستانو ګل پاچاالفت د پښتو ادب ځلاند ستوری او يو نوميالی او وتلی فرهنګي شخصيت و ٠ اوس په د افغانستان د (( هيواد )) ورځپاڼې د خپرونې سره سم د دده د ژوند په هکله څه معلومات تاسو ته وړاندې کړو ٠

مرحوم استاد ګل پاچا الفت د ميرسيد پاچا زوي د سيدفقير پاچا لمسی په خټه سيد پښتون او په ١٢٨٧ هشمسي کال د لغمان د عزيز خان په کڅ کې زيږيدلی دی ٠

علمي تحصيلات يې په غيررسمي مدرسو کې کړي او د خپل وخت متداول علوم لکه صرف ، نحو ، منطق ، فقه ، تفسير ، حديث، معاني اوبيانيې ئی د ننګرهار او کابل له مشهورو استاځانو څخه لوستی دی ، په ١٣١٤کال د انيس د ورځپاڼې په اداره کې د کاتب په حيث مقرر شو، په ١٣١٥ کال کې د هغه وخت د انجمن ادبي ( چې بيا پښتو ټولنه شوه ) د تاليف او ترجمي په څانګه کې غړی شو چې (( زيری)) اخبار يې هم چلاوه٠ په ١٣١٨ کال کې د پښتو ټولنې د صحافت د مديريت مرستيال شو٠ په ١٣١٩ کال کې د پښتو ټولنې د لغاتو او قواعدو د څانګې مدير شو ٠ په ١٣٢٠ کال کې د اصلاح د ورځپاڼې د پښتو مشاور شو او پر همدغه کال د پښتو ټولنې لوي مبصر او د کابل د مجلی چلوونکي وټاکل شو٠ په ١٣٢٥ کال کې د ننګرهار د اتحاد مشرقي د جريدې مدير شو ٠ په ١٣٢٧ کال کې د ننګرهار د قبايلو مدير شو او په ١٣٢٨ کال کې د جلال اباد د خلکو له خوا د ملي شوری په ٧ مه دوره کې په وکالت وټاکل شو چې بيا په ملي شوری کې دوهم معين هم شو٠ په ١٣٣١ کال کې دلغمان د قرغيو د خلکو لخوا د ملي شوری د ٨ مې دورې استازی وټاکل شو ٠ په ١٣٣٥ کال کې په لومړي رتبه د پښتو ټولنې مشر وټاکل شو او پر دې سر بيره د ادبياتو په پوهنځي کې د پښتو ژبې استاد هم و ٠ ښاغلي (( محصل)) د اباسين د مجلې ليکوال د ارواښاد الفت پر ادبي ژوند داسي ليکلي دي : الفت د پښتو ادب يو ځلاند ستوری دی ، که د پښتو ادب نن ورځ يو غوره ليکوال او شاعر لري نو هغه به الفت وي ٠

الفت صاحب د پښتو ژبې په ليکوالو او اديبانو کې ډير لوړ مقام لري او د استاذی منزلت ته رسيدلي وو ٠ په نثر او نظم کې يې استادانه قلم درلود او په دري کې يې هم ښه نثر ليکه او د نظم استعداد هم ورسره وو٠ په عربي کې يې هم کله کله مقالې ليکلې دي ٠

ارواښاد استاد الفت د پښتو ادب ځلاند ستوری دی ٠ دده شعر ډير سليس ، روان ، خوږ او په عين حال کې له نوښته ډک دي ٠ ډير نازک او نوي خيالات په زړو ساده الفاظو کې ځايوي او ډيرو زړو او له نظره لويدلو مضامينو ته نوي خوند او رنګ ورکوي ٠ په نظم او نثر کې د پوره استدلال خاوند دی ٠ په تيره بيا د ده اشعاراو د نثر خوږې ټوټې له هره حيثه زړه وړونکي دي ٠ په تيره بيا چې په دې ټوټو کې ټولنيز دردونه په ښو اغيزناکو الفاظو بيانوي ٠ په دې ترتيب د ښاغلي الفت په نثر او نظم کې نوښت ، استدلال او انتقادی روح په خورا ساده عباراتو کې ځليږي چې دا د ښاغلي الفت د استاذي نښه بلل کيږی ٠ مرحوم الفت په ټولنيز ژوند کې يو مخي خوش خلقي ، متين او په عين حال کې د ورين تندي خاوندؤ ، مجلس يې ډير خوږ او خبرې يې د مزاحيه روح لرونکي وي چې ځيني ټوکې يې د خلکو په خولو کې جاري دي او ځينې خپرې شوې هم دي ٠

استاد الفت د خپلې ذهني او فکري پوهې له مخکې د کائيناتو په رمزونو او رازونو پوه و او د انسان د پيدايښت او د هغه د ژوند په باب يې خورا مينه لرله ٠ ارواښاد استاد الفت د ژوند پر کيفيت او جوهر ټينګار کاوه ٠ دی داسي وايي که څوک غواړي چې د خلقت او فکرت په رمزونو او اسرارو پوه شي او په يوه شنه پاڼه کې د معرفت دفتر وګوري ، خپل عقل، شعور او احساس دې پر کار واجوي او د زړه سترګې دې وغړوي ٠ په يوه لاره ډير خلک تيريږي ، خو يو نيم پکې چيرته يوه ښکلې مرغلره پيداکړي چې د چا له اميله پريوتي او په خاورو کې پرته ده ٠

ارواښاد استاد الفت بل ځای داسي وايي د انسان په وجود کې دوه شيان ډير غزيز معلوميږي چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي ٠ له دماغ نه علم او فلسفه پيدا شوه ، زړه نه شعر او ادب، ارواښاد الفت ډير کتابونه ليکلي دي ٠ کله د کابل او د مشرقي اتحاد مدير و ، کله په شورا کې وو او کله د کابل دپښتو ټولنې مشر٠

خو مونږ د الفت شخصيت په نورو صفاتو پيژنو ، دی يو ډير دقيق او ستر صنعت کار دی ، د الفت هنر په پښتو نثر او نظم کې ښکاري او ځانته يو ځانګړي طرز لري ٠ د الفت نثر هم شعر دی او نظم يې هم شعر دي ٠ کوم وخت يې چې پر نثر څه ليکلي ، نو د فطرت ډير نازک او واړه دقايق ويني ؟ او څرګندوي يې د انسان د ټولنيز ژوند ډيرې ښيګڼې په داسي ژبه بيانوي چې لوستونکي دده استدلال په ښه ډول قانع کوي ٠ د الفت په نثر او نظم کې کوم فلسفې يا تاريخي استدلال نشته خو د فطرت له هره ګوټه داسي دلايل او براهين راباسي چې تر هر رنګ منطقې استدلال ښه او ټينګ وي ٠ د ده هند هم دا دی چې ځانته د استدلال ځانګړي لاره لري او د ژوند عادي پيښې هره يوه دده دپاره د شعر يوه غوره موضوع وي ٠ کله کله د الفت نثر تر نظم خوږوي ، خلک وايي چې نظم پييل دی او يو ناظم مرغلرې پييلي ٠

ارواښاد کله الفاظ هسي سره پييلي چې تر هر رنګ نظم ښه ښکاري او غوره وي ٠

د هنر مند ښه مهارت او کمال دا دی چې عاي شي ته ښکلي رنګ ورکولي شي ٠

ارواښاد الفت په دې اړه د لوي لاس او مهارت خاوند دی ٠

زه پټی سترګی نه يمه په مسرڅه اوس پوهيږم

په خلاصو سترګو باندی ماجهان ليدل دی

له دامه که دی خلاص کړم په قفس کښی دی ايسار کړم

صياده ؟ ماخو څو رنګه زندان ليدلی دی

عمل چی وی ازاد او انتقاد په کی بندی وی

ماهلته د ظلمو نو سخت طوفان ليدلی دی

که هريورانه وژنی خيال او فکر مومه وژنه

په دی کی می وطن ته لوی تاوان ليدلی دی