<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-28 20:59:01    
په کابل کي د جمهوريت د روغتون اصلي ودانۍ ونړيدله

cri

د افغانستان په مرکز کابل کی د جمهوريت روغتون چه د چين له خوا د مرستې پروګرام دی ، د جولاي په ٢٦ مه نيټه ونړيدله چه ځيني کارګران مړه يا ټپيان شول ٠ د سي ار اي راډيو خبريال په دی مناسبت په افغانستان کی د چين د لوي سفير ښاغلی سون يو سي سره مرکه وکړه٠

سفير سون يو سي وويل چه دغه پروګرام د ٢٠٠٢ کال د می په مياشت کی ټاکل شوی او د ٢٠٠٣ کال په اګيست يي په رسمي توګه په جوړيدو شروع شويدی ٠ ددې پروګرام اصلي کاردا دی چه د روغتون اصلي ودانۍ ترميمه شي ، بيا يو فرعي عمارت جوړ کړي او په طبي تجهيزاتو يي مجهزه کړي ٠ دغه روغتون د کابل په مرکز کی واقع دی او د افغانانو لپاره يو ډير مهم روغتون دی ، نو د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت تر مستقيمې اداری لاندی دی ٠ علاوه پر دی ، دغه روغتون پرته د طبي علاج نه تدريسي کار هم لري او د زده کوونکو روزنه هم په دی روغتون کی تر سره کيږي ٠ ددې روغتون د تحقيق په وخت کی ، مونږ د اصلي ودانۍد ترميمولو غوښتنه تر دقيقې څيړنی لاندی ونيوله او دا مو وموندله چه ددی ودانۍ جوړښت خراب شوي او د چين د داخلي معيار له مخی دغه ودانۍ په خطرناکی ودانۍ پوري اړه درلوده ٠ نو ځکه مونږ د افغانستان خوا ته دا پيشنهاد وکړ چه اصلي ودانۍ له منځه يوسي او يوه نوي ودانۍ جوړه کړي ٠ خو ددوي په نظر د دغې ودانۍ زياته برخه په جګړه کی نه ده ورانه شوي ، نو بيخي له منځه وړل يي د تاسف وړ دي او راڅخه يي غوښتنه وکړه چه دغه ودانۍ کلکه کړو او د کلکوالي لايحه يي هم وړاندی کړه ٠ په دی لايحې باندی هم څو ځله بحث وشو او دوه دري مياشتي دمخه و ټاکله شوه ٠ خو د ودانۍ د کلکوالی پروژه يوازي نيمې برخې ته رسيدلی وه چه پيښه رامنځ ته شوه ٠ کلکه شوي نيمه برخه نه ده نړيدلی ، خو بله نيمه برخه چه اوس د کلکوالي په حال کی وه ونړيدله ٠

سون يو سي زياته کړه چه د پيښې د علت په باب مي مخکی وويل چه دغه ودانۍ پخپله يوه خطرناکه ودانۍ وه ، خو اوس مونږ پلټنه کووچه د ودانۍ د کلکوالي په بهير کی کومه مسله موجوده وه که نه؟

سون يو سي وويل چه د جولاې د ٢٥ مې نيټې د سهار په ١١ بجو يعني د پيښې د رامنځ ته کيدو د درو او څلورو ساعتو دمخه په کابل کي کوچني زلزله پيښه شوه ٠ چه مونږ دغه زلزله لږ څه احساسه کړه ٠ نوموړی ودانۍ اصلا يوه خطرناکه ودانۍ وه ، که په سړک باندی کوم لوي او دروند موټر تيريده ، ودانۍ به هم ور سره لړزيدله ٠ بله خبره دا ده چه په دی وروستيو ورځو کی د ودانۍ بله نيمه برخه د کلکوالي په حإل کی وه ، نوامکان شته چه دغه ټول د ودانۍ د نړيدلو علتونه وي ٠

سفير سون وويل چه د پيښې د رامنځ ته کيدو نه وروسته زه روغتون ته ورغلم او د افغانستان د عامې روغتيا وزير او د جمهوريت د روغتون رييس هم ورغلل ٠ څرنګه چه څه د پاسه شله تنه افغاني کارګران تر نړيدلي ودانۍ لاندی شوي ، نو دوی ته د نجات ورکولو لپاره ځيني تدابير نيول شويدي ٠

هغه وويل چه مونږ به د روغتون د جوړولو لپاره د نوي پلان څيړنه وکړو٠

د تازه خبر له مخي ، په دی پيښه کی د مړه شويو افغاني کارګرو شميراوو تنو ته رسيدلی دی ٠