رمز – ډير ښه ! ګټونکو اوريدونکو ته مبارکی وايو او اوس به لومړی ليک راواخلو : دا ليک په کابل کښی د هيواد دورځپاڼی ژورنالست او زمونږ د راډيو دايمی اوريدونکی ناصر شاه سرحدی راليږلی دی ٠ سرحدی صاحب د سلامونو تر څنګ په تيره مياشت کښی د تروريستانو او ترهګرو له خوا د يوولسو تنو
چينايی کارګرانو او انجينيرانو د خواشينونکی وژنی له امله خپل د تسليت
ليک راليږلی او دا عمل يی د افغانستان او چين د خلکو او حکومتونو د
دښمنانو کار بللی چه نه غواړی د افغانستان او چين تر منځ ددوستۍ او ښه ګانونډيتوب مزی ټينګ او غښتلی ووينی ٠
وانګ – مونږ هم د سرحدی صاحب سلامونو ته وعليک وايو او د ډاډګيرنی او غم شريکی نه د ډک ليک څخه يی مننه کوو ٠ دچين او افغانستان دخلکو تر منځ دوستی به د تل په شان دوام ومومی او هيڅ ترهګر او شوم کسان به ددی تاريخی او لرغونی دوستۍ په وړاندی خنډونه رامنځ ته نه کړای شي ٠
رمز – او څو ليکونه د پاکستان د صوبه سرحدضلع ټانګ د کوټ نواز کلی نه د شاهين کلب مشر امدادالله نور حسين او نورو ملګرو يی هر يوه نقيب الله ، فرمان الله ، رحمان الله ، پيرزمان ، رسول زمان ،اطلس خان ، عمر خان ، اسدالله او فضل الرحمن راليږلی او ډير ډير سلامونه يی هم ليکلی دی ٠ زمونږ د ټولو خپرونو او په ځانګړی توګه يی د مونږ اواوريدونکی دخپرونی ستاينه يی هم کړی ده ٠
وانګ – د سلامونو او ستاينی نه يی ډيره مننه کوو مونږ هم ور ته سلامونه وايو او په راتلونکی کښی به مجلی او نوری خپرونی ددوی په پته وليږو ٠
رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد د ضلع هزاره تحصيل مانسهری اچهډ يان کمپ څخه قاری محراب الدين ارمانی او ملګرو يی هر يوه محمد عارف عرفان ، خان محمد خاکسار، عبدالغياث همراز او د ملايانو د کلی نورو ملګرو يی راليږلی دی ٠
وانګ –سلامونو ته يی وعليک وايو او زما په ياد دی چه د قاری محراب الدين ارمانی صاحب څو ليکونه په تيرو اونيو کښی هم مونږ ته رارسيدلی ؤ ٠ ښايی چه قاری صاحب او ملګرو يی زمونږ په خپرونه کښی د خپلو ليکونو ځوابونه اوريدلی وی ٠
رمز – د صوبه سرحدد کرم ايجنسی د ګالی کيمپ څخه مونز اوريدونکی حضرت ولی منګل او د کلب غړو يی دا ليک رااستولی ، د سلامونو نه وروسته يی د چين د بينالمللی راډيو دپښتو څانګی ټولو کارکوونکو څخه ډيره مننه کړی ده چه د پښتو ژبی دپاره ستر خدمتونه کوی او هم يی دا غوښتنه په خپل ليک کښی زياته کړی ده چه که چيری امکان ولری ، د چينی ژبی لوست کتاب مونږ ته راوليږی ٠
وانګ – د ښاغلی حضرت ولی منګل او د کلب د نورو غړو سلامونو ته وعليک وايو او د نيک نظر او ستاينو څخه يی ډيره مننه کوو ٠ مونږ تر اوسه په دی نه يو بريالی شوی چه د کتاب په بڼه د چينی ژبی کتاب چاپ کړو ٠ خو تاسو کولای شی د انترنيټ پر مخ او هم د راډيويی څپو له لاری د چينی ژبی لوست ټول پروګرامونه هم واوری او هم يی تر لاسه کړی ، خوشحاله اوسی ٠
رمز – او دا وروستی ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع سوات بريکوت تحصيل نه حضرت علی راليږلی د مونږ او اوريدونکی د خپرونی څخه يی ډيره خوښی څرګنده کړی او دا يی زياته کړی ده چه تاسو په ورين تندی د اوريدونکو ليکونو ته ځوابونه وايی ٠
وانګ – حضرت علی صاحب دی زمونږ سلامونه هم ومنی ، مونږ به کوشش وکړو چه
د اروريدونکو د خوښی سره سم دا خپرونه جوړه او خپره کړو ٠
بله خبره چه د يادولو وړ بولو هغه دا ده چه که چيری ګران اوريدونکی زمونږ له خوا په ورليږل شويو پوستی باکټونو کښی بيرته مونږ ته ليک رااستوی
نو د پوستی ټکټونه ور باندی مه لګوی ، ځکه زمونږ ورليږل شوی باکټونه ددی دپاره دی چه اوريدونکی مونږ ته د ليکونو په رااستولو کښی اضافی لګښت يا پوستی خر و نه کړی ٠ اوريدونکی کولای شي په نوموړو باکټونو کښی چه زمونږ راډيويی پته ورباندی ليکل شوی ده په وړيا توګه خپل ليکونه راواستوی ٠