
د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخي ، د پاکستان د کورنيوچارو وزير فيصل صالح حيات د جولاي په ٣٠ مه نيټه وويل چه د پاکستان پوليسانو په دی وروستيو ورځو کی د القاعدې د سازمان اصلي غړی احمد خلفان ګيلاني چه هغه د امريکې له خوا توقيف شوي او د تانزانيا تابعيت لري ونيوه او ډير ارزښتناک اسناد يي هم تر لاسه کړل ٠

حيات وويل چه د پاکستان امنيت ساتونکي فوځ د جولاي په ٢٥ مه نيټه دګجرات په ښار کی ګيلانی ونيوه ٠ د پاکستان پوليسانو په هغو عملياتو کی په عمومي توګه لږ تر لږه ١٤ تنه ونيول ٠ ګيلاني په ١٩٩٨ کال کی په کنيا او تانزانيا کی د امريکي د سفارتونو د چاودنی د دوسيې د اصلي محرک په توګه ګڼل کيږي او په افريقا کی د القاعدی د سازمان اصلي غړی هم دی ٠