د چين د بين المللی راډيو د خبريالی د خبر له مخی ، د پاکستان په مرکز اسلام اباد کی د چينايانو په کلوب کی د جولاي په ٣١مه نيټه چاودنه وشوه چه په نتيجه کی لږ تر لږه دري تنه ټپيان شول .
د نوموړی کلوب د يوه کارکوونکی په قول ، د کلوب د يوه سالون دروازه د چاودنی په ترڅ کی ويجاړه شوې او دوه تنه چينايی کارکوونکی او يو پاکستانی کارکوونکی ټپيان شوی او د علاج لپاره روغتون ته يی استول شوی دی .
د پاکستان پولسو د چاودنی په پلټنې او تحقيقاتو لاس پوری کړی او د محلی پوليسی اداری د يوه مامور په قول ، د ايرکانديشن د مانع له امله نوموړی چاودنه وشوه .