د چين دبين المللی راډيو د خبريالې د خبر له مخی ، د پاکستان د راتلونکی صدراعظم کانديد او د ماليې وزير شوکت عزيز د جولاي په ٣٠ نيټه په هغه کوچنی ښارګوټی کی چه له اسلام اباد څخه تقريبأ ٥٠ کيلومتره فاصله لری د انتحاری بم له بريد سره مخامخ شوی او له نيکمرغه هغه نه دی ژوبل شوی ، خو په دی پيښه کی نور اته تنه مړه او له ٥٠ نه زيات کسان ټپيان شول .
د خبر له مخی نوموړی پيښه په محلی وخت په ٣٠ نيټه د ماښام په ٧ بجو ٢٠ دقيقو کی شوی وه چه په هماغه وخت کی ښاغلی عزيز د ملي شورا د غړو د سيالو په يوه محفل کی د ګډون نه وروسته حاضر و چه په موټر کی اسلام اباد ته بيرته لاړشی . ددی پيښې په ترڅ کی د ښاغلی عزيز د موټروان او بريدکوونکی په شمول ٦ تنه ځای پر ځای مړه شول ، نور دوه تنه دسخت ژوبلی له امله د ژغورنی په بهير کی هم مړه او نورڅه د پاسه ٥٠ تنه ټپيان شول .
د پاکستان جمهوررييس مشرف او د انتقالی حکومت صدراعظم چودری شجاعت حسين سمدستی نوموړی پيښه سخته وغندله .