<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-31 17:48:50    
د ولار د لوي بند په هکله د هند او پاکستان په خبرواترو کی کوم پرمختګ نه دی ترلاسه شوی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د ولار د لوي بند په هکله د هند او پاکستان ترمنځ دوه ورځنی خبرې اترې د جولاي په ٣٠ نيټه په اسلام اباد کی پای ته ورسيدې او په کی کوم پرمختګ نه دی ترلاسه شوی .

د نوموړو خبرواترو نه وروسته په خپره شوی ګډه اعلاميه کی دواړو خواوو دا منلی ده چه د هندوس باسين د تړون په چوکاټ کې د ولار د لوي بند د جوړيدو په اثر د اوبو د منابعو د ترلاسه کولو لپاره د اختلافاتو د ليری کولو په هکله خپل منځی خبرواترو ته دوام ورکړی او د خبرواترو نيټه او ځای به د دواړو هيوادونو د خارجه وزارتونو لخوا د مشورو نه وروسته وټاکل شی .

نوموړی خبری اتری د هند او پاکستان ترمنځ دهراړخيز ديالوګ يوه برخه ده او له هغو اتو اجنداوو او موضوعاتو څخه هم شميرل کيږی کوم چه د دواړو خواوو لخوا ټاکل شوی دي .