د چين د بين المللی راډيو د خبريالی د خبر له مخی ، د پاکستان په مرکز اسلام اباد کی په هغه کلوب کی چه د چينايانولخوا اداره کيږي ، د جولاي په ٣١مه نيټه سهار وختی چاودنه وشوه او په نتيجه کی ١١ تنه ټپيان شول چه په دی جمله کی ٣ تنه چينايان ،يو تن پاکستانی او د نورو هيوادونو ٧ تنه شامل دی .
د نوموړی کلوب د يوه کارکوونکی په قول ، د کلوب د يوه سالون دروازه د چاودنی په ترڅ کی ويجاړه شوه .
د پاکستان پوليسو د چاودنی نه وروسته سمدستی نوموړی کلوب ته ځانونه ورسول او د ابتدايی پلټنې سره سم د برقی سامان الاتو مانع يا د ګاز څڅيدل د نوموړی چاودنې احتمالی علت ګڼل کيږي .