<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-31 19:39:33    
ماشومانو ته د مور د شيدو ورکول به د هغوي پر راتلونکې ودې باندې اغيزه لري

cri

د ملګرو ملتو د ماشومانو د صندوق د يوې پلټنې له مخې په تيرو لسو کالو کې په چين کې د مور په شيدو د ماشومانو د ساتنې ميزان په سلو کې شل ټيټ شوي دي ٠ ددي موسسې يو مامور وويل چه د اړونده څيړنې او ارقامو له مخې د هغو ماشومانو بدني اورواني روغتيا چه د مور شيدي خوري ، د هغو ماشومانو په نسبت چه نورې شيدي خوري ، ډير ه ښه دي ٠ نو په دي اثر ويل کيږي چه د مور د شيدو په واسطه د ماشومانو ساتنه او روزنه تر يوي اندازي پوري د يوه هيواد د راتلونکو وګړو پر بدني او رواني کيفيت باندې ډيره اغيزه لري ٠ د امريکې د يوې اړوندې تحقيقاتي نتيجې له مخې د مور د شيدو تر ساتنې لاندې د ماشومانو د مړه کيدو ميزان د نورو شيدو په واسطه د ساتل شويو ماشومانو د مړه کيدو د ميزان په نسبت په سلو کې شل ټيټ دي ٠ همداشان د مور په شيدو روزل شوي ماشومان که لوي شي ، د ونې جګوالي يي په منځني توګه د نورو ماشومانو په نسبت چه د مور شيدي يي نه دي خوړلي، لس سانتې متره زيات دي ٠اړوندو کارپوهانو وويل چه دمور شيدي د ماشومانو له پاره تر ټولو نه ډير معقوله غذأ ده چه د غذايي ارزښت له نظره نور هر ډول شيدې يا د شيدو پوډر ور سره مقايسه نه شي کيداي ٠ نه يوازي د مور شيدي د ماشومانو د ودې له پاره ډيره ګټه لري بلکه په عين وخت کې د هغو ميندود روغتيا له پاره چه خپلې شيدي ماشومانو ته ورکوي ، هم ډيره فايده لري ٠ د اړوندې څيړنې او تحقيقاتي ارقامو له مخې د هغو ښځو له پاره چه خپلو بچيانو ته خپلې شيدي ورکوي، د تې سرطان په ناروغۍ د اخته کيدو خطر يي لږ دي ٠ د توجه وړ خبره دا ده چي ځيني ځوانې ميندې د خپل ځان د ښکلا د ساتنې له پاره نه غواړي چه په خپلو شيدو بچيان وساتي ، نو د نورو شيدو د پوډر په واسطه خپل بچيان ساتې چه دا نه يوازي د ماشومانو د ودې له پاره ګټوره نه د ه بلکه د خپلې روغتيا له پاره يي هم فايده نه لري ٠