د نړيوالو ميراثونو ٢٨ مه غونډه د جولاې په اتمه نيټه د چين د سو جو په ښار کی پای ته ورسيده ٠ په غونډه کی د م م د يونيسکو مامور بوشناچ مونيرد انسانانو تر منځ د جګړو او شخړو هغه عملونه سخت وغندل کوم چه په نتيجه کی يي تاريخي ودانۍ او اثار وران شويدي ٠
هغه وويل چه د ځينو ځايونو نړيوال کلتوري ميراثونه د بريد هدفونه ګرزيدلی دي او په جګړو او شخړو کی د حملي هدفونه اغلبأ تاريخي ودانۍ او ميراثونه دي ٠
د م م مامور ښاغلی بوشناچ په زياتو هيوادو کی د جګړو له خوا د وران شويو ميراثونو ليدنه کتنه کړيده ٠ هغه وويل چه حمله کوونکي ټول پوه شوي چه ميراثونه د يوه ملت نښه ده او ددي ملت د روحيي ، تاريخ او کلتور نماينده ګی کوي ٠ خو دا د زغملو وړ نه ده چه د ميراثونو ورانکاري بالکل يو ډول انساني عمل دی او جګړه غواړي چه د يوه هيواد نښه ورانه کړي ٠
بوشناچ وويل چه په عراق کی جګړې دولتي کتابخانه ورانه کړی ، د بغداد د دولتي موزيم قيمتي او تاريخي اثاريي و تښتول او ځيني نور يي بيا ويجاړ کړل ٠
هغه زياته کړه چه د افغانستان د باميانو لويي بوډايي مجسمې چه د ١٥٠٠ کالو تاريخ يي درلود ، د انسان له خوا په بې رحمانه توګه ورانې شوي ٠ دغه په نړۍ کي تر ټولو نه لوړې ډبرينې مجسمې اوس د خاورو سره ايري شوي او د بشري تمدن يوه تراژيدی ګرزيدلي ده ٠ دغو ټولو مثالونو ثابته کړی چه کلتوري ميراثونه د حملي هدفونه ګرزيدلي او زيات شمير نړيوال ميراثونه د ډير خطر سره مخامخ دي٠
د طبيعي ميراثونو حالت هم د خوشبينی وړ نه دی ٠ بوشناچ وويل چه د افريقې په کانګو کی ٥ نړيوال ميراثونه شته چه ٤ دولتي پارکونه او يو د وحشي حيواناتو ساتونکي ناحيه ده ٠ خو د مسلسلو جګړو له امله بيالوجيکي چاپيريال يي ډير خراب شوی او نسل په نسل په دولتي پارکونو کی اوسيدونکي لوي ګوريلايان هر وخت د له منځه وړلو سره مخامخ دي ٠
نو د کانګو په جنګي سيمه کی د دولتي پارکونو د ساتنې لپاره يو د دريو اوونيو لوي فعاليت به د روان کال په سپتمبر کی په پاريس کی جوړ شي چه مقصد يي له بشريت نه ددی غوښتل دي چه د دغو قيمتي او نادرو حيواناتو او نباتاتو لپاره دی د ژوند فضاويجاړه نه کړي ٠نوموړی فعاليت به د م م د يونيسکو د نړيوالو ميراثونو د مرکز ، د کانګو ، بلژيک او جاپان د حکومتونو او د م م د صندوق له خوا په ګډه سره جوړ شي ٠